د لاس رسي وړ اتصالات

امین کریم: حکمتیار به په څو اونیو کې کابل ته راشي


د موافقې په ورځ، حکمتیار د یو ویدیوکنفرانس له لارې وینا وکړه
د موافقې په ورځ، حکمتیار د یو ویدیوکنفرانس له لارې وینا وکړه

د حزب إسلامي د هیات مشر وایي ګلبدین حکمتیار به په میاشتو کې نه، بلکې څو اونیو کې هیواد ته ستون شي. د اسوشیتیدپرس اژانس لیکلي چې د حکمتیار په ستنیدو سره به د أفغانستان په سیاسي چاپیریال کې بدلون راشي او د طالبانو پرضد جګړه به نوره هم پیچلې شي.

د حزب إسلامي د هیات مشر امین کریم د اسوشیتیدپرس اژانس ته د همدې اونۍ په پیل کې وویل چې حکمتیار به په لنډو اونیو کې کابل ته ستون شي.

امین کریم د حزب اسلامي د هیات مشر دی
امین کریم د حزب اسلامي د هیات مشر دی

ښاغلئ کریم چې د سولې موافقه يي کړې، په خپله د سختو امنیتي تدابیرو لاندې په کابل کې اوسیږي. او په یوشمیر أفغان رقیبانو او د سیمې پر هیوادونو انتقاد کوي چې وایي د حکمیتار د بیرته ستندو مخه نیسي او وایي د حزب إسلامي اکثره هغه قوماندانان چې غوښتل يي کابل ته راشي، نیول شوي دي.

ګلبدین حکمتیار چې د ۲۰۰۱ کال وروسته يي د امریکایي ځواکونو سره وسله واله جګړه کوله، د تیرکال سیپتمبر میاشت کې یي د أفغانستان د حکومت سره د پخلاینې موافقه وکړه.

حکمتیار ته د جمهور رئیس غني او اجرایه رئیس عبدالله په مقابل کې د یو قوي سیال په نظر کتل کیږي. اسوشیتیدپرس لیکي چې د حکمتیار په ستنیدو به نوې سیاسي بی باوري پیدا شي ځکه حکومت د طالبانو د بیاقوت موندنې په مقابل کې په جګړه اخته دي.

د سولې موافقه د ۲۰۱۶ کال، سیپتمبر په ۲۲ امضا شوه
د سولې موافقه د ۲۰۱۶ کال، سیپتمبر په ۲۲ امضا شوه

تیرکال د حکمیتار د سولې موافقې داسی هیلې پیداکړې چې کیدی شي دا کار په هیواد کې د یوې عمومي پخلاینې لپاره بیلګه شي چې طالبان هم پخلا شي، خو حتی حکمتیار تراوسه کابل ته ندې ستون شوی.

د حکمتیار ډله غواړي د هغه نوم د ملګروملتونو او د امریکا د خزانې وزارت اړوند د ترهګرو د تور لست څخه وایستل شي. ښاغلي کریم دا خبره ځواب نکړه چې که د نوم د لری کولو مخکې حکمتیار کابل ته ستون شي او داسی کومه نښه هم نده څرګنده شوې چې که ملګري ملتونه او امریکا به د حکمتیار د نور لری کولو غور وکړي. کاناډا او بریتانیه د حزب إسلامي یوه ترهګره ډله ګڼي.

خو د أفغانستان حکومت وایي د سولې په موافقه کې خپلو شویو ژمنو او کابل ته د حکمتیار ستنیدلو ته متعهد دی او د هغه ستنیدنه یو نیک قدم ګڼي.

  • 16x9 Image

    سید سلیمان آشنا

    سید سلیمان اشنا د تلویزون، رادیو او ډیجټل میډیا په برخه کې دولس کلنه تجربه لري او د ٢٠٠٦ کال راهیسې د امریکا غږ د افغانستان څانگې سره همکار دی.

XS
SM
MD
LG