د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وایي چې دغه کمېسیون په خپلو چارو کې خپلواکه دی او هېڅ ډول سیاسي فشار به ونه مني.
د دغه کمېسیون رئیس نجیبالله احمدزي دا خبرې امريکا غږ اشنا سره په مرکه کې وکړې.
نوموړي وویل د ټاکنو لپاره په کاری طرز العمل او نورو برخو کار کوي هڅه کوي تر څو ټاکنې په خپل وخت تر سره شي د مدني ټولنو له استازو سره به د راتلونکو انتخاباتو لپاره د نویو کارټونو د وېش په اړه هم خبرې وکړې.
تېره ورځ د افغانستان اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله په سپېدار ماڼۍ کې د انتخاباتي شکايتونو کمېسيون له کمېشنرانو سره په کتنه کې ټينگار وکړ چېپه راتلونکو انتخاباتو کې د رايې ورکولو اوسني کارټونه بايد ونه کارول شي چې دا د انتخاباتي اصلاحاتو يو مورد دي.
ښاغلي احمدزي وويل د ټاکنو خپلواک کميسيون سره مرسته او مشوره د افغانانو حق دی خو سیاسي مداخلې او فشارونو لپاره هيڅ چاته اجازه نه ورکوي او نه د چا فشار منی.
د افغانستا ن د ټاکنو د خپلواک کميسيون رئيس نجيب احمد زي سره نوشابې اشنا مرکه کړې هغه په سر کې دا پوښتنه ځواب کړی چې ټاکنې به په خپل وخت تر سره شي کنه؟