د لاس رسي وړ اتصالات

اروپایي ټولنه: د جمهور رئیس ټرمپ فرمانونه د اروپا راتلونکې تهدیدوي


د امریکا او اروپایي ټولنې دیپلوماتیکې اړیکې په نړۍ کې مهمې دوه اړخیزه اړیکې ګڼل کیږي
د امریکا او اروپایي ټولنې دیپلوماتیکې اړیکې په نړۍ کې مهمې دوه اړخیزه اړیکې ګڼل کیږي

د اروپايي ټولنې مشر د سه شنبې (جنوري ۳۱) په ورځ ددی ټولنې د اوږدې مودې متحد، امریکا د تهدید په کټګورۍ کې حساب کړه. د یادې ټولنې رئیس دونالد ټوسک وویل د امریکا جمهور رئیس د اروپايي اتحاد په اړه ډیر زیات متردده نظر لري.

ښاغلي ټوسک د اتحادیې اووه ویشت غړو هیوادونو مشرانو ته په یو لیک ویلي چې د ټرمپ حکومت د نورو بهرنیو تهدیدونو لکه د چین، روسیې، افراطي اسلام، جګړې او ترور په څير تهدید دی.

د اکثره اروپایي هیوادونو د بیانونو بیایادولو ترڅنګ، ښاغلي ټوسک وویل چې دا نړیوال تهدیدونه او د امریکا د نوي حکومت لخوا صادر شوي فرمانونه د اروپايي ټولنې راتلونکې د یو نامعلوم وضعیت سره مخامخ کولې شي.

دونالد توسک د اروپايي ټولنې د شورا رئیس دی
دونالد توسک د اروپايي ټولنې د شورا رئیس دی

ټوسک لیکلي، په واشنګټن کې نوی بدلون اروپایي ټولنه په یوستوزمن وضعیت کې واقع کوي، ځکه داسی ښکاري چې نوی حکومت د امریکا اویا کلنه بهرنۍ پالیسي تر پوښتنې لاندې راولي.

سږکال په نړیوالۍ لمړۍ جګړې کې د امریکا د مداخلې کالیزه هم ده، خو همدا کال د امریکا د داسی پیړۍ په نوم ثبت شو چې د اروپا سره يي یو تجارتي قرارداد فسخه کړ. دا ډول اندیښنې د هغې ورځې پیلې شوي دي چې ټرمپ د امریکا منتخب جمهور رئیس اعلان شو.

ټرمپ د ناټو اتحاد هم تر پوښتنې لاندې راوړې چې شمالي امریکا او اروپا يي سره متحد کړي دي. او د ټرانس پسیفیک تجارتي قرارداد یي هم فسخه کړ چې غړو هیوادونو یي ورته ډيرې هیلې درلودې.

ټوسک د مالتا د کنفرانس مخکې د بالتیک هیوادونو د درې صدراعظمانو سره تر لیدنې وروسته، د استونیا په تالین ښار کې خبریالانو ته وویل چې "مونږ خپلو امریکايي دوستانو ته د هغوئ د نیتونو په باره کې یادونه کوو چې که مونږ متحد یوو نو کامیاب به یوو، که جلا شوو، ناکامیږو."

ټوسک د اروپايي ټولنې غړو مشرانو ته په لیک کې ویلي چې "په سیاست کې باید وقار زیانمن نشي او مونږ ټول باید د خپل عزت او وقار لپاره څرګند دریځ ولرو. دا دریځ د متحدي اروپا په معنی دی. مهمه نده چې مونږ په روسیې، چین، متحده ایالاتو اوکه په ترکیې خبرې کوو."

د اروپايي اتحاد د کمیسیون رئیس دونالد ټوسک پدې اعلامیه کې پدې هم ټینګار کړې چې بیلتون یا جلاتوب د بیا رغیدلو ملتونو په ګټه ندی، بلکې د متحده ایالاتو، روسیې اوچین په څیر په لویو ځواکمنو هیوادونو د متکي کیدو سبب کیږي.

  • 16x9 Image

    سید سلیمان آشنا

    سید سلیمان اشنا د تلویزون، رادیو او ډیجټل میډیا په برخه کې دولس کلنه تجربه لري او د ٢٠٠٦ کال راهیسې د امریکا غږ د افغانستان څانگې سره همکار دی.

XS
SM
MD
LG