د لاس رسي وړ اتصالات

د ټرمپ ادارې افغانستان سره د همکارۍ د دوام ډاډ ورکړ


سپینه ماڼۍ وایي د متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکار جنرال مایکل فلن د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار حنیف اتمر سره خبرې کړیدي او د افغانستان سره یې د امریکا د همکاری او ستراتیژیکې ملګرتیا د دوام ډاډ ورکړی.‌

د سپینې ماڼۍ ویاند شان سپایسر په کابل کې د سترې محکمې مخې ته برید چې نولس تنه پکې ووژل شول او لږ تر لږه یو څلویښت نور ژوبل شول " بزدلانه" عمل وګاڼه او زیاته یې کړه چې "مونږ یې په سختو ټکو غندو."

ښاغلي سپایسر د افغانستان امنیتي ځواکونه هم وستایل چې په وخت سره یې د برید سیمې ته ځانونه ورسول. سپایسر د افغانستان د حکومت سره هم د همکاریو په دوام ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې "هغوي د سولې د دښمنانو په مقابل کې د خپل ولس دفاع کوي."

د متحده ایالاتو د دفاع وزیر جان مټیس هم جمهور رئیس محمد اشرف غني ته ټیلیفون کړی او د دواړو هیوادونو د "دوامداره امنیتي اړیکو" په هکله یې خبرې کړیدي.‌

د پنټاګان په اعلامې کې ویل شوي چې جمهور رئیس اشرف غني پدې ټینګار وکړ چې د متحده ایالاتو او افغانستان د اړیکو دوام نه یوازې د افغانستان بلکې د سیمې د امنیت او ثبات لپاره مهمې دي.‌

د امریکا د دفاع وزیر جان مټیس بیا د ښاغلي‌ غني رهبري ستایلې او په افغانستان کې د ثبات لپاره یې د ملي یووالي د حکومت په اهمیت ټینګار کړی.

په اعلامیې کې همدرانګه ویل شوي چې جمهور رئیس محمد اشرف غني د ادراي فساد د ورکولو او اصلاحاتو د راوستلو ژمنه وکړله.

ښاغلي غني او ښاغلي‌ مټیس د قوي اړیکو د پاللو لپاره لیوالیتا ښودلې او ژمنه یې کړې چې په راتلونکې کې به هم په ګډه کار کوي.‌

د پنټاګان په اعلامیې کې ویل شوي چې ، د دفاع وزیر جان مټیس د کابل په ځانمرګي برید د قربانیانو سره خواخوږي ښودلې او د "دښمن" په مقابل کې د جمهور رئیس محمد اشرف غني "ټینګ هوډ" یې ستایلی.‌

د متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکار مایکل فلن او د دفاع وزیر جان مټیس دواړو په کابل کې نظامي ماموریتونه کړي.‌

XS
SM
MD
LG