د لاس رسي وړ اتصالات

په سویس کې د مهاجرو په اړه ریفرنډم


د سویس حکومت او مهمو سیاسی گوندونو د مهاجرو دتابعیت ملاتړ وکړ
د سویس حکومت او مهمو سیاسی گوندونو د مهاجرو دتابعیت ملاتړ وکړ

د سویس د تلویزون نطاق د دوه ساعته خاص بحث او د نتیجو د تحلیل په پاې کې د ورځي د رایه اچوني نتیجي اعلان کړي.

د رایو د اچوني په باره کې دری ریفرنډمونه وشول. د ځوانو مهاجرو لپاره د تابعیت د مقرراتو د اسانولو موضوع ډیره جنجالي وه.

د سویس محافظه کارگوند ددغی موضوع سره کلک مخالفت کاوه او د اخطار ورکولو مبارزه يي کوله چې د سویس د تابعیت په مقرراتو کې اسانتیا راوستل به اسلامپاله افراطیان راجلب کړي.

ددغه اتبکار ملاتړکونکی زیات شویدی په داسي حال کې چې د گوند د جنجالي پوسترونو مبارزه په سرکونو پیل شویده چې گڼ شمیر خلکو يي ملاتړکړی وو.

ځکه نودا یوڅه ارامي او خوشحالي وه چې د سوشل ډیموکرات گوند غړې (مارگریټ کینرنیلن) دغه ابتکاروستایه.

هغې وویل فکريې کاوه چې مخالفین د خپلو پوسترونو په علت نشي کامیابیدی ځکه چې دیوې ښځې عکس يې ایستلی وچې په حجاب کې وه او له رایه ورکونکو پکې غوښتل شوي وو چې په اصطلاح دغه غیر کنټرول تابعیت رد کړي چې دوي پدي برخه کې ډیروړاندی ولاړل. هغي وویل، «خلکو دغه دلیل رد کړځکه په نسبی توگه یوي وړۍ ډلي چې شمیر يې (٢٥٠٠٠) زرو تنوته رسیده چې غوښتل يې له دغه اقدام نه گټه وکړي.»

په سویټزرلینډ کې تابعیت د موراوپلار په تابعیت سره ورکول کیږي. په سویس کې د امریکا غوندي ندي چې یو ماشوم په امریکا کې وزیږي نو په اوتومات ډول د امریکا تبعه کیږي.

په سویس کې د تابعیت اخیستل یواوږد او جنجالي جریان دی. یوکس باید په سویس کې دولس کاله اوسیدلی وي، یو له څلوروژبونه ورباندي باید فصیح خبرې وکړي اوباید دناحیه او محلی چارواکو ته سخت امتحان ورکړي چې گران تمامیږي.

د نوو مقرراتو له مخي غوښتن لیک ورکونکي باید له (٩) او (٢٥) کلونو ترمنځ عمرونه ولري چې لږترلږه پنځه کاله ښونځي ته تللي وي اود اوسیدو اعتباري اجازه ولري نو دوي فدرالي حکومت ته د تابعیت اخېستلو لپاره غوښتن لیکونه ورکولای شي.

XS
SM
MD
LG