د لاس رسي وړ اتصالات

افغان سفیر: روسیه، ایران او چین دې له طالبانو سره مرستې بندې کړي


د روسیې لپاره د افغانستان سفیر د سیمې یو شمېر هېوادونه پدې تورن کړل چې ګواکې له طالبانو سره مرسته کوي.
د روسیې لپاره د افغانستان سفیر د سیمې یو شمېر هېوادونه پدې تورن کړل چې ګواکې له طالبانو سره مرسته کوي.

په روسیې کې د افغانستان سفارت جګپوری دیپلومات تمه لري چې له طالبانو سره د مرستو پر ځای دې د سیمې هېوادونه دغه ډله د سولې خبرو ته وهڅوي.

مسکو کې د افغانستان سفیر او د جمهور رئیس غني خاص استازي، قیوم کوچي امریکا غږ سره په یوې مرکې تائید کړه چې روسیې له طالبانو سره اړیکې ټینګې کړي دي.

نوموړي د روسیې په ګډون یو شمیر هېوادونه پدې تورن کړل چې ګواکې له طالبانو سره مرسته کوي.

کله چې له طالب جنګیالو سره د مرستو په اړه له ښاغلي کوچي څخه وپوښتل شول نوموړي وویل چې" موږ نه پوهیږو چې څومره مرستې کیږي."

په مسکو کې افغان سیاسي استازی په داسې حال کې له طالبانو سره د سیمې هېوادونو د مرستو پر بندیدو ټینګار کوي چې روسیه د چهارشنبې په ورځ [فبرورۍ ۱۵] د افغان دولت په شمول، د پاکستان، چین، هند او ایران استازو یوه غونډه پدې هدف رابللې وه چې د افغانستان پر مسایلو بحث وکړي.

دغې غونډې کې د افغانستان د حکومت په استازیتوب، یواځې ددغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژۍ او تګلارو رئیس، محمد اشرف حیدري ګډون کړی و.

حیدري دغې غونډې ته د وینا پر مهال له ټولو هغو "مخلصانه هڅو" هرکلی څرګند کړ چې په وینا یې د افغانستان څو کلنه تپل شوې جګړه ختمولې شي.

افغان استازي د طالبانو امن پناه ځایونو ته په اشاري وویل چې "زموږ په ګاونډ کې د تاوتریخجن افراطیت لپاره د امن پناه ځایونو او بنیادي مرستو شتون په افغانستان کې د مرګونې او ورانونکې جګړې له دوام سره مرسته کړې ده."

د روسیې د چهارشنبې غونډه د ۲۰۱۶ کال د ډیسامبر میاشتې له غونډې وروسته په لاره اچول کیږي په کومه چې افغان استازو ګډون نه درلود. هغې غونډې د افغانستان د حکومت سخته غوسه راپارولې وه.

XS
SM
MD
LG