د لاس رسي وړ اتصالات

غني: افغانستان د نړیوال ترورزم سره د جگړې لومړۍ کرښه ده


ولسمشر محمد أشرف غني وایي که طالبان تر اوړي یا پسرلي پورې سوله ونه کړي، بندیزونه دې پرې ولګول شي.
ولسمشر محمد أشرف غني وایي که طالبان تر اوړي یا پسرلي پورې سوله ونه کړي، بندیزونه دې پرې ولګول شي.

ولسمشر غني د مونیخ په امنیتي کنفرانس له ګډون وروسته نن غرمه بېرته کابل ته راستون شوی دی.

ولسمشر غني د مونیخ د امنیتي کنفرانس په څنډه کې د قطر د بهرنیو چارو له وزیره سره په کتنه کې ویلي، که طالبان تر پسرلي پورې سوله ونه کړي، نو په دوحه کې دې ددې ډلې دفتر وتړل شي.

خو د کنفرانس کې د وینا په مهال ښاغلي غني وویل سخت دریځې ډلې غواړي‏ چې د یولسم سپتمبر په څیر بل زړه بوږنونکی برید ترسره کړي او خبرداری یی ورکړ چې د نړیوالو غبرگون به د راتلونکو لسیزو څرگندوی وي.

هغه وویل، "مونږ د هغو شلو ډلو په وړاندې جنگیږو چې د امریکا او ملگرو ملتونو له خوا ترهگر ښودل شوي دي. مونږ د ترهگرو په وړاندې د جبهې لومړی کرښه یوو. دا جگړه مونږ یوازې د خپلې زادي لپاره نه کوو. مونږ د نړیوال امنیت جگړه کوو."

له ارګ په خپرې شوې اعلامیه کې راغلي، چې ولسمشر محمد أشرف غني د قطر د بهرنیو چارو وزیر ته ویلي چې طالبان دې له جنګ لاس واخلي او د سولې له پروسې سره دې یوځای شي.

هغه زیاته کړه، " طالبان باید د سولې په پلمه وخت ضایع نه کړي، که د راتلونکي کال تر اوړي او یا پسرلي پورې د طالبانو په کړنو کې مثبت بدلون رانشي او تاوتریخوالي ته دوام ورکړي. باید د قطر د دفتر په شمول بندیزونه پرې ولګول شي".

بل لورته د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبد الرحمن بن جاسم ال ثاني ولسمشر غني ته ویلي، چې په افغانستان کې له سولې ملاتړ کوي او دا هڅې به یې لا پسې زیاتې شي.

ولسمشر غني ویلي، چې سوله د افغانستان لومړیتوب دی او د طالبانو خبرې نه دي چې په وينا سوله غواړي خو په عمل کې جنګ کوي.

هغه د سولې په تړاو دغو مهمو ټکیو ته اشاره وکړه، "تر هغه وخته چې موږ د ښو او بدو طالبانو ترمنځ تفکیک کوو، موږ ټول بایلونکي یو. خو که مونږ دا توپیر ونکړو او ټول یوموټی یو او خپل ځواکونه منسجم کړو، د تروریزم مخه نیولی شو."

د مونیخ په امنیتي غونډه کې د وینا ترڅنگ، ولسمشر غني د امریکا له مرستیال جمهور رئیس مایک پینس، او گڼ شمیر نورو چارواکو سره دوه اړخیزې خبرې هم وکړې.

XS
SM
MD
LG