د لاس رسي وړ اتصالات

بغداد ته د سعودي د لوړپوړي ډیپلومات تاریخي سفر


دا د نولسوه نویم کال نه راپدي خوا عراق ته د سعودي عربستان د یولوړ رتبه چارواکې لومړی سفر دی.
دا د نولسوه نویم کال نه راپدي خوا عراق ته د سعودي عربستان د یولوړ رتبه چارواکې لومړی سفر دی.

د سعودي عربستان د بهرنیوچارو وزیر، عبدل الجوبیر، بغداد ته د خپل سفرنه وروسته څارونکي حیران کړل.

د عراق دولتي تلویزیون رپوټ ورکړچې د بهرنیوچارو وزیر جوبیراو صدراعظم عبادي څه باندي دوه ساعته خبری وکړي مگر د دوي د خبرو متن خپور نه شو.

دا سفر په داسې وخت کې کیږي چې د دواړو هیوادونوترمنځ تاوتریخوالی دوام لري. عراقي قواوي د موصل د ښار په لور پرمختگ کوي چې اکثره اوسیدونکي يې سنیان دي.

دغه اعلان چې سعودي عربستان به عراق ته نوی سفیر واستوي، داسې ښکاري چې نوی کوښښ کیږي چې د عراق حکومت غواړي د خپل جنوبي گاونډي سعودي عربستان سره روابط ښه کړي.

دواړو خواو ژمنه وکړه چې خپل کوښښونه دوه برابره کړي چې د اسلامي دولت د ډلې او د افراطي اسلام د نورو ډولونو سره جگړه وکړي.

سعودي عربستان دا ژمنه هم وکړه چې بغداد ته نهه میلون ډالر ورکړي څو د هغو سني مهاجرو سره مرسته وشي چې د انبار ولایت او له موصل نه تښتیدلي دي.

د بهرنیو چارو وزیر جوبیر ژمنه وکړه چې د بغداد سره به همکاري زیاتوي او پدي خبره يې ټینگار وکړچې سعودي عربستان به د عراق د ټولو مذهبي فرقوسره په روابطوکې فرق ونکړي، «ریاض به د عراق د ټولو مذهبي پیروانوسره مساوي فاصله وساتي او د عراقیانو په لاس د نورو عراقیانووژل وغندل. ده زیاته کړه چې سعودي عربستان به د عراق سره په گډه د اسلامي دولت د ډلې یا القاعدې په گډون د ټولو ترورستي ډلو په خلاف مبارزه کوي.»

د عراق د بهرنیو چارو وزیرابراهیم الجعفري د بغداد او ریاض ترمنځ د روابطو په ټینگولو خوشحاله شو چې په دوي کې اقتصادي او سیاسي اړیکې شاملې دي او څرگنده يې کړه چې دواړه خواوې به اقتصادي همکاري قوي کړي.

«ابراهیم الجعفري ددغه اقداماتو هرکلی وکړ. هغه وویل، دواړه هیوادونه به ترینه گټه واخلي چې په دي کې د سرحدي پوستې بیا پرانستل شامل دي.»

عراقي چارواکو پدي وروستیو کلونو کې کوښښ وکړ چې د سعودي عربستان سره خپل روابط ښه کړي. دا روابط په دوه زره لسم کال کې د عراق پخواني جمهوررئیس، جلال طلباني، په سفر سره شروع شول.

سعودي عربستان تیر کال بغداد ته خپل سفیر واستاوه مگرد هغي تبصرې له کبله بیرته هیواد ته وغوښتل شو چې ده د ایران او د شعیه ډلوپه باره کې کړې وې.

XS
SM
MD
LG