د لاس رسي وړ اتصالات

جمهور رئیس ټرمپ کانګریس ته پخپلې لومړنۍ وینا کې په یووالي او اصلاحاتو ټینګار وکړ


دا لومړی ځل و چې جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د کانګریس دواړو خونو ته وینا وکړله.
دا لومړی ځل و چې جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د کانګریس دواړو خونو ته وینا وکړله.

جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ کانګریس ته خپل لومړنۍ وینا په امریکا کې دننه د مذهبي ځایونو د ورانولو او بریدونو په غندلو پیل کړله. ټرمپ وویل چې " په امریکا کې خلک ښایي د پالیسو په خاطر د یو بل سره اختلافات ولري خو د دا شان ناوړه او کرکجنو کړنو په غندلو کې ټول یوه خوله یو."

جمهور رئیس ټرمپ د مهاجرت په قانون کې د اصلاحاتو ژمنه وکړله او یو ځل بیا یې پدې ټینګار وکړ چې د مکسیکو سره په سرحد کې به دیوال جوړوي.‌ ټرمپ وویل امنیتي ادارو ته یې امر کړی چې ټول هغه "غیرې قانوني" مهاجر دې د امریکا نه وباسي چې د خلکو ژوند یې تنګ کړی او جرمونه کوي.‌

ښاغلي ټرمپ همدرانګه وویل د هغو هیوادونو نه امریکا ته د مهاجرو راتګ "غیرې منطقي" کار دی چې د خلکو په هکله په سمه توګه معلومات نه تر لاسه کیږي.‌

ډونالد ټرمپ پخپلو خبرو کې د اسلامي دولت یا داعش ډله "وحشي" او غیرې قانوني ډله یاده کړه او زیاته کړه چې دغه ډله مسلمانان، عیسویان، ماشومان او میرمنې وژني.‌

هغه زیاته کړه چې د دفاع وزارت ته یې امر کړی چې د داعش ډلې ته د ماتې ورکولو لپاره دې پلان جوړ کړي.‌

جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ همدرانګه د کانګریس نه وغوښتل چې د پوځ لپاره دې اضافي بودیجه منظوه کړي ځکه هغه وویل چې امریکا باید "ګټونکې " وي.‌

ټرمپ د امریکا په پخوانیو حکومتونو هم انتقادونه وکړل چې په نورو هیوادونو کې یې زیاتې پیسې مصرف کړیدي خو دننه په هیواد کې یې د امریکا ولس هیر کړی.

ښاغلي ټرمپ په هیواد کې د خلکو بې روزګارۍ او نورو ستونزو ته اشاره وکړله او زیاته کړه چې دغه ستونزه یوازې په هغه صورت کې حل کیدی شي چې ټول په ګډه کار وکړو. ډونالډ ټرمپ د مخکني جمهور رئیس براک اوباما د روغتیایي بیمې پلان "ناوړه" وګاڼه او ژمنه یې وکړه چې لغوه به یې کړي او پر خای به یې نو پلان معرفي کړي.‌

سره لدې چې ښاغلي ټرمپ پخوا د ناټو سازمان د "کار لویدلی" یاد کړی و خو کانګریس ته پخپلې وینا کې یې وویل چې د ناټو سره بشپړ ملاتړ لري. هغه دا هم وویل چې "امریکا په نړۍ کې ملګرتیا غواړي خو نور هیوادوه هم باید چې د خپلې برخې مسؤلیت ادا کړي."

XS
SM
MD
LG