د لاس رسي وړ اتصالات

د خوست وزیري کډوالو کې د گوزڼ په اړه اندیښنه


د خوست ولایت د روغتيايي مسوولينو په وينا هغه وزيري کډوال چې د پکتيکا له برمل څخه نورو سيمو ته کوچېږي، له ځان سره د پوليو ويروس د انتقال زيات احتمال لري. دوی لازمي ګڼي، چې هيڅ ماشوم له واکسين محروم نشي.

د وزيري کډوال، احمدالله کورنۍ د ګربزو ولسوالۍ په ميداني سيمه کې د خوړ پرغاړه په هغو دوو خونو کې ژوند کوي، چې څه موده مخکې ترې يوه بله وزيرستاني کورنۍ خپل وطن ته ستنه شوې ده.د احمدالله کورنۍ څلور ورځې مخکې د پکتيکا د برمل ولسوالۍ د لمنې له کمپ څخه راغلې ده، کله چې خوست ته راتله، د لارې په اوږدو کې يې ماشومانو ته صحي رضاکارانو د پوليو ضد واکسين تطبيق کړي دي.

هغه وويل: ” برمل کې تېرکال واکسين نه راتلل، يو يا دوه ځلې راغلي وو. که ماشوم ته واکسين ونه شي، شلېږي او نورې ناروغۍ يې نيسي. هغه ورځ چې راتلو، لار کې يې ماشومانو ته واکسين ورکړل‟.

د احمدالله له کور څخه لږ وړاندې يوه بله وزيرستاني کورنۍ اوسي، دا کورنۍ هم د پکتيکا له برمل ولسوالۍ راغلې او په هغه نيم ړنګ شوي کور کې يې اړولي، چې مخکې په کې يوه بله کډواله کورنۍ اوسېدله.

روان کال له پیل راهیسې تر اوسه په افغانستان کې ددغې ناروغۍ دوې مثبتې پېښې ثبت شوې دي
روان کال له پیل راهیسې تر اوسه په افغانستان کې ددغې ناروغۍ دوې مثبتې پېښې ثبت شوې دي

د دې کورنۍ غړی فلک ناز له خپلو ټولو وزيرستاني کډوالو غوښتنه لري، چې د خپلو ماشومانو د روغتيا لپاره هغوی ته د پوليو ضد واکسين په خپل وخت ورکړي.

فلک ناز وويل: ” چې دا ټوله دنيا پرې لګيا ده، راډيو پرې لګيا ده، په خبرونو کې خبرې پرې کېږي، نو حتماً واکسين ګټور دي، که ګټور نه وای، نو خلک خو څه ليوني نه دي، چې خپل وخت پرې ضايع کړي‟.

په دې وروستيو کې شاوخوا شپېته کورنۍ د برمل له کمپ نه خوست ته راکوچيدلې دي او دا شمېر ورځ تربلې ډېرېږي. برمل کې دا مهال شاوخوا پنځه زره وزيرستاني کډوالې کورنۍ اوسي.

تېرکال په برمل کې د پوليو اووه مثبتې پېښې ثبت شوې وې. له دې کبله، چې د پوليو ويروس د انتقال احتمال زيات دی، روغتيايي مسوولين له خلکو غواړي، چې هيڅ ماشوم له واکسين محروم نه کړي.

د ګربزو ولسوالۍ د عامه پوهاوي مسوول نظرمحمد خاورې په دې هکله داسې وايي: ” په دوی کې ډېر جدي انکاري نشته، که چا مخالفت کړی نو د مشرانو په وسيله مو ورته قناعت ورکړی دی. که د ماشومانو سالمه روغتيا غواړو، نو ښه خبره دا ده چې بايد هيڅ ماشوم له دغه واکسين پاتې نشي‟.

پوليو د تل لپاره معلولوونکې ساري ناروغي ده، چې تر پنځه کلنۍ کم عمره ماشومان ورسره مخ کېږي. دا ناروغي تداوي نلري، خو د مخنيوي وسيله يې هر ماشوم ته د ګوزڼ ضد واکسين تطبيق دي.

روان ۲۰۱۷ ميلادي کال له پیل راهیسې تر اوسه په افغانستان کې ددغې ناروغۍ دوې مثبتې پېښې ثبت شوې دي، چې يوه يې په کندهار او بلهيې په هلمند کې ده.

  • 16x9 Image

    ابراهيم رحيمي

    ابراهيم رحيمي د خوست د شيخ زايد پوهنتون د ژورناليزم پوهنځی لوستی او د ژورناليزم په ډګر کې يوولس کاله تجربه لري. هغه د ۲۰۱۱ ميلادي کال راهيسې په جنوب ختيځ کې د امريکا غږ خبريال دی. دمخه يې د افغانستان دننه په يو شمېر رسنيو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG