د لاس رسي وړ اتصالات

د ټرمپ د مهاجرت د نوي فرمان په وړاندې قانوني دعوا وشوه


د مهاجرت پلویان، مدني فعالان او په ډي.سي کې د مسلمانانو د ملاتړ ایتلاف د نوي فرمان مخالف دي
د مهاجرت پلویان، مدني فعالان او په ډي.سي کې د مسلمانانو د ملاتړ ایتلاف د نوي فرمان مخالف دي

د مهاجرت په اړه د امریکا د جمهور رئیس د نوي فرمان تر لاسلیک درې ورځې وروسته د هاوایي ایالت څارنوالانو ددغه فرمان پر وړاندې حقوقی دعوا کړې ده.

هاوایي لومړنی ایالت دی چې د جمهور رئیس ټرمپ د نوي اجرائیوي فرمان پر وړاندې مخالفت کوي.

هاوايی د امریکا لومړنی ایالت دی چې د جمهور رئیس ټرمپ د مهاجرت د نوي فرمان پر وړاندې یې د چهارشنبې (مارچ ـ ۸مه) په ورځ حقوقي دعوا پیل کړه.

د هاوايي ایالت عدلي مقامات وایې نوی فرمان د جنورۍ د میاشتې صادر شوي فرمان سره توپیرنه لري. دوئ پدې باور دي چې په نوي اجرائیوي فرمان مسلمانان، سیلانیان او بهرني زده کوونکي اغیزمن کیږي.

امریکا ته د خلکو په راتلو بندیز لګولو په وړاندې ډيرې مظاهرې هم شوي دي
امریکا ته د خلکو په راتلو بندیز لګولو په وړاندې ډيرې مظاهرې هم شوي دي

د هاوايي ایالت لوي څارنوال ډوګ چېن وویل نوی اجرائيوي فرمان به هغه نیمګرتیا حل نکړې چې په لومړي فرمان کې وه. هغه وویل په حقیقت کې امریکا اوس هم د هغو خلکو په راتګ بندیز لګولی چې له بیلابیلو هېوادونو څخه دي. ددی څارنوال په باور لویه ستونزه داده چې ولس داسې یو فرمان لري چې د خلکو د ملیت، اصلیت او مذهب پر اساس تبعیض ته لمن وهي.

د جمهور رئیس ټرمپ د تازه اجرائیوي فرمان له مخې امریکا ته د شپږو اکثریت مسلمان هېوادونو د اتباعو پر راتګ محدودیتونه لګول شوي دي.

د هاوايي ایالت لوي څارنوال وایي "که موږ د ملي امنیت په لټه کې یو او دا چاره موږ ته ډیره مهمه ده نو موږ یې نشو کولی د یوه داسې کاري چوکاټ له لارې ترلاسه کړو چې له مخې یې د یو شمیر هیوادونو خلک له پامه وغورځووو."

په عین حال کې د هاوايي ایالت د ابتدائیه محکمې قاضي ټینګار کړې چې دغه ایالت کولی شي د ټرمپ د فرمان پر وړاندې دعوا وکړي.

د مهاجرت فعالان د جمهور رئیس ټرمپ نوی فرمان د مسلمانانو پر وړاندې له تبعیض ډک حکم ګڼي، خو د ټرمپ اداره دا ادعا نه مني.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن ویلي "دا د جمهور رئیس لوی مسؤلیت دی چې د امریکا د خلکو ساتنه وکړي."

د متحده ایالاتو لوي څارنوال جیف سیشنز ویلي "د نورو هېوادونو په څېر امریکا دا حق لري چې دغه هېواد ته د خلکو د راتګ څارنه وکړي او هغه کسانو ته اجازه ورنکړي چې موږ ته زیان رسوي."

خو لدې ټولو سره سره د هاوايي ایالتي مقامات د جمهور رئیس ټرمپ فرمان د امریکا د اساسي قانون پر خلاف بولي او له محمکې څخه یې غوښتي چې په بیړه ددغه فرمان د پلي کیدو مخه ونیسي.

XS
SM
MD
LG