د لاس رسي وړ اتصالات

د اصغر ستانکزي د بنگله دیشي مینه وال ارمان پوره شو


تسکین احمد هغه بنگله دیشی ځوان دی چې د افغانستان د کرکټ ملي ټیم کپتان اصغرستانکزي سره بې حده مینه لري او دا ارمان ېې درلودو چې کله به د افغانستان د کرکټ ملي ټیم کپتان سره مخامخ ویني.د اصغر سره په مینه کې تسکین احمد خپل نوم په تسکین ستانکزي بدل کړ او د امریکا غږ اشنا راډیو سره مرکه کې ویلي وو چې هغې ورځ ته انتظار کوي چې اصغر ستانکزی له نیزدې نه وویني.

اخر نن په نوي ډهلي هند کې د تسکین ستانکزي دا ارمان پوره او د اصغر ستانکزي سره ېې دیدن وشو. د دې دیدن او ملاقات دپاره هند کې میشت افغان ډاکټر رحمت الله گوهر د تسکین سره مرسته وکړه او هغه ېې له ډهاکې نه هند ته وغوښت.

تسکین ستانکزي د اصغر ستانکزي په نوم یوه خیریه موسیسه هم جوړه کړې
تسکین ستانکزي د اصغر ستانکزي په نوم یوه خیریه موسیسه هم جوړه کړې

د یادونې وړ ده چې بنگله دیشي ځوان د اصغر ستانکزي په نوم یوه خیریه موسسه هم جوړه کړې او بې وزلو خلکو سره مرستې کوي.

اصغر ستانکزي د خپل مینه وال سره په لیدو خوښي ښودلې او د مینې ستاینه ېې ورته کړې او ورته ېې ویلي چې د ده په نوم جوړې شوې خیریه ټولنې نه د خلکو د خیر کار واخلي او دی به هم ورسره په دې کار کې ملگری وي.

د افغانستان کرکټ بورډ یوه ویډیو خپره کړې چې هغې کې بنگله دیشی مینه وال د اصغر ستانکزي او د کرکټ د ملي ټیم نورو لوبغاړو سره ویني.

د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم د کپتان اصغر ستانکزي بنگله دیشي مینه وال د اصغر ستانکزي سره ولیدل
please wait

No media source currently available

0:00 0:09:05 0:00

  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.
XS
SM
MD
LG