د لاس رسي وړ اتصالات

افغان، پاکستاني او برتانوي چارواکي په لندن کې غونډه کوي


د افغانستان د ملي امنیت مشاور او ورسره په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخیلوال دغې غونډې ته ځي
د افغانستان د ملي امنیت مشاور او ورسره په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخیلوال دغې غونډې ته ځي

د افغانستان د ملي امنیت شورا نن خبر ورکړ چې سلاکار حنیف اتمر نن د سه شنبې په ورځ لندن ته روان شو او ټاکل شوې چې هغه به هلته د چهارشنبې په ورځ د بریتانيې او پاکستان د ملي امنیت مقاماتو سره خبرې وکړي.

د افغانستان د ملي امنیت د شورا ویاند تواب غورځنګ امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې په دې کتنه کې د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار محمد حنیف اتمر ، د پاکستان د صدراعظم د نړیوالو او ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز او د برتانیې صدراعظم د ملي امنیت سلاکار مارک لیل ګرنټ برخه اخلي.

ښاغلي غورځنګ وویل " دا ناسته د مارچ په پنځلسمه نیټه د یوې ورځې لپاره دایریږي، البته د ناستې څخه وروسته د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار د مارچ په شپاړسمه د روسیې د سیاسي او امنیت چارواکو سره د خبرو لپاره له لندن څخه مسکو ته ځي ".

د افغانستان د ملي امنیت د شورا ویاند د دغو خبرو د اجندا په اړه وویل چې تر ډیره دا خبرې د افغانستان او پاکستان ترمنځ شتو ستونزو د هوارولو لپاره ځانګړي شوي او په دې خبرو کې د طالبانو سره د سولې د خبرو په اړه مسلو ته ځای نه دی ورکړل شوی.

ښاغلي غورځنګ وویل " د دې ناستې اصلي محور د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستیو سیاسي معضلاتو لپاره د حل د عملي و معقول لارو موندل دي، البته د دې ناستې ډیره برخه په همدې مسله راڅرخې، نو امیدواره یو چې په دې ناسته کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستیو سیاسي معضلاتو لپاره د حل عملي او معقولې لارې چارې وموندل شي ".

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار سره په دې سفر کې په اسلام اباد کې د پاکستان سفیر او د جمهور رئیس محمد اشرف غني ځانګړی استازی حضرت عمر زاخیلوال هم ملګرتیا کوي.

ښاغلي زاخیلوال هم په خپله تویتر پاڼه لیکلي چې د لندن په کنفرانس کې د ترهګرۍ پرضد په ګډې مبارزې، د دواړو هیوادونو ترمنځ د موجوده اختلافاتو او د لویو لارو په بندیدو خبرې کوي.

پاکستان د افغانستان سره خپلې لویې تجارتي لارې تړلي دي
پاکستان د افغانستان سره خپلې لویې تجارتي لارې تړلي دي

ټاکل شوې محمد حنیف اتمر د لندن د کنفرانس وروسته، روسیې ته لاړ شي او د جمعې په ورځ د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرګي لاروف او د دغه هیواد د ملي امنیت سلاکار او د دفاع وزیر سره هم د افغانستان او سیمې په مسلو خبرې وکړي.

افغان حکومت وايي چې پاکستان په تیرو دریو اونیو کې له زرو څخه زیات توغندي د افغانستان د ختیځو ولایتونو په سرحدي ولسوالیو ویشتلي او هم یې د افغانستان سره د تورخم او چمن - سپین بولدک کې خپلې دروازې تړلي دي.

د افغانستان د سرحدونو او قومونو د چارو وزارت سرپرست عبدالغفور لیوال نن د سه شنبې په ورځ په کابل کې یو خبري کنفرانس ته وویل چې افغان حکومت په دې هګله د ملګرو ملتونود امنیت شورا ته اعتراض کړی دی.

پاکستان وايي چې افغانستان سره یې ځکه خپل سرحد تړلی چې وسله والې ډلې د دغه هیواد له خاورې دننه په پاکستان کې پوځي عملیات ترسره کوي او ترهغې چې افغان حکومت دې ستونزې ته د حل لار نه وي موندلې خپلې سرحدي دروازې به بیرته پرانیځي.

په عینی وخت کې د پاکستان د صدراعظم د بهرني سیاست سلاکار نن په اسلام اباد کې د افغان خبریالانو یوې ډلې ته وویل چې د دواړو هیوادونو ترمنځ داسی پراخو موافقو ته اړتیا ده چې له مخې یي دوه اړخیز باور قوي کړي او د امنیت، ترهګرۍ ضد مبارزې، سرحدي مدیریت، تجارت، ترانزیت، او د افغان مهاجرینو د دواطلبانه ستنیدو په برخو کې د دوه اړخیزه همکاري زیاته شي.

XS
SM
MD
LG