د لاس رسي وړ اتصالات

د یونان د مهاجرو په کمپونو کې ماشومان د مایوسۍ له کبله ځانونو ته تاوان رسوي


د ماشومانو د خوندیتوب نړیواله ټولنه (سیو دي چلډرن) پرون د چهارشنبې په ورځ په خپل یو رپوټ کې ویلي دي چې په یونان کې د مهاجرو په کمپونو کې خلک ډیر زیات کړاؤنه گالي، چې په دې کې ځیني ماشومان خپل ځانونه په چاقوانو وهي، د ځان وژلو کوښښ کوي او ځیني په نشئي توکو اخته دي.

د روئټرز خبري اژانس د دغه رپورټ په هکله لیکي چې تیر کال د اروپایي اتحاد او د ترکیې تر منځ د مهاجرینو په هکله یو موافقه لاسلیک شوي وه چې پکې هغې کې دغه غوښتنه شوي وه چې د یونان د اوبو د لارې دې اروپا ته د مهاجرینو مخه ونیول شي.

دغه رپوټ وایي چې د دغې موافقه په نتیجه کې هلته په کمپونو کې د ايسارو ماشومانو روحي وضعیت ورځ تر بلې خرابیږي. د یونان د کمپونو د خراب وضعیت له کبله هلته کې خلک د سخت روحي فشار، مایوسۍ او د ډیرې سختې ناامیدۍ سره مخ دي.

د سیو دي چلډرن اداره وایي چې تر ټولو زیاته د اندیښنې وړ خبره په دغه کمپونو کې د ماشومانو د ځان د وژلو کوښښونه دي. دلته حتی یو نهه کلن ماشوم د ځان وژلو کوښښ کړیدی.او یو بل دولس کلن ماشوم د ځان د وژلو د هڅې ویډیو ثبت کړیده.

په ٢٠١٥ کال کې د سوریې، عراق او افغانستان نه شاوخوا یو ملیون پناه غوښتونکي د ترکیې نه یونان ته اؤښتني دي چې اروپا ته لاړ شي. تیر کال د مارچ په شلمه نیټه اروپایي اتحادیې د ترکیې سره یوه موافقه لاسلیک کړه چې هغه پناه غوښتونکي چې اسناد ونلري بیرته ترکیې ته ولیږل شي.

د ماشومانو د خوندیتوب د ادارې دغه رپورټ وایي چې د یونان د کمپونو حالت بیخي زیات خراب دی. دلته کې پناه غوښتونکي د یوی کمبلی، د خوب لپاره د لږ وچ ځای د خوراک او د اوبو تر لاسه کولو لپاره ډیري زیاتې هڅي کوي چې د هغې په نتیجه کې په کمپونو کې د پرتو مهاجرو تر منځ نښتي او جنگونه هم کیږي.

XS
SM
MD
LG