د لاس رسي وړ اتصالات

عراقي ځواکونه په موصل کې د داعش مرکز ته نژدې شوي


د عراق جنگي الوتکو د یکشنبې په ورځ د موصل په ښار کې هغه جومات بمبارد کړ چې د اسلامي دولت ډلې مشر ابو بکر بغدادي پکې په کال ٢٠١۴ کې د خلافت اعلان کړی وو.

په ویډیو کې ښودل کیږي چې د دغه جومات خواو شا سیمو نه تور لوږي پورته شوي او ملکیان په تیښته خوندي ځایونو ته ځانونه رسوي.

امریکايی او عراقي ځواکونو دغه جومات د اسلامي دولت د ډلې د غیررسمي مرکز په توگه د نظارت لاندې نیولی وو.

د اسلامي دولت ډلې مشر بغدادي په ٢٠١۴ کال کې دغه جومات ته ورغلی وو او هلته یې د سوریې نه بیا تر عراق پورې د اسلامي خلافت سیمه اعلان کړه.

داسې ویل کیږي چې عراقي قواوې د دغه جومات سل کیلو میترۍ ته نږدې شويدي. د د جومات شاوخوا سیمو کې په زرگونو ملکیان ژوند کوي.

یو عراقي جنرال عباس الجبوري د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې " په دې سیمه کې جهادیان د خلکو نه د سپر په توگه کار اخلي او په دی وجه دغه جگړه اوږده شویده".

ښاغلي جبوري دا هم وویل چې د دې سیمې لارې کوڅې ډیرې تنگې دي او همدا وجه ده چې د جګړې لپاره درنه وسله او ټانکونه راوړل هم ډیره مشکله ده.

د یو بل خبر له مخې د کردانو د ژغورنې یو چارواکي حسین کورو کردي خبري اژانس ردوا ته وئیلي دي چې د اسلامي دولت د ډلې نه یې اته کردي ښځي او ماشومان ژغورلي دي.

حسین کورو زیاته کړه چې د دغو ښځو او ماشومانو د ژغورلو عملیات د پیشمرګه ملیشو او عراقي ځواکونو د موصل په شمال کې د دوحوک په سیمه کې ترسره کړیدي.

کورو وویل چې تر اوسه پورې یې ٢٠٠٠ کردان د اسلامي دولت د ډلې نه ژغورلي خو لا اوس هم ٣۴٠٠ د هغوی سره بندیان دي.‌

XS
SM
MD
LG