د لاس رسي وړ اتصالات

شمالي کوریا وایي د امریکا د بندیزونو نه ویره نلري


په ملگرو ملتونو کې د شمالي کوریا استازي چاو میونگ نیم په ژنیو کې د رویټرز خبري اژانس ته ویلي دي چې ملک یې د امریکا د بندیزونو نه بیخي نه ویریږي او خپل اتومي پروگرام به جاري وساتي.

په دغه پروگرام کې د بالیستک توغندیو عصري سسټمونه هم شامل دي.

د رویټرز خبري اژانس په واشنټگن کې د امریکا د یوه چارواکي له قوله د یکشنبې په ورځ ویلي چې د امریکا جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د شمالي کوریا د اتومي پروگرام د "خطر د مخنیوي لپاره په هغه هیواد د اقتصادي بندیزونو په لگولو غور کوي. "

د شمالي کوریا استازي چاؤ وویل "زما په فکر امریکا دا پریکړه د هغې نه وروسته وکړه چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن جاپان، جنوبي کوریا او چین ته سفر وکړ."

په ملګرو ملتونو کې د شمالي کوریا استازي همدرانګه وویل "مونږ بی شکه د داسي کوم اقدام نه، نه ویریږو. حتی نړیوال بانک او اقتصادي سسټم د هغوي د نظام برخه ده، او که د دغې نه مونږ بې برخه شو ، فرق نه کوي او نه ترینه ویریږو."

ښاغلي چاو په شمالي کوریا اوسني لګیدلي اقتصادي بندیزونه "ظالمانه او د بشریت ضد " وبلل.

هغه زیاته کړه چې شمالي کوریا د نیمې پیړۍ راهیسي د دغه ډول بندیزونو سره مخ ده او اوس یې ملک غواړي چې داسي یوه ټولنه جوړه کړي چې د دې بندیزونو قانوني حیثیت وسنجوي.

چاؤ ووئیل "په داسي حال کې چې جنوبي کوریا او امریکا په گډه پارونکي پوځي تمرینات کوي نو د شمالي کوریا سره بله کومه لار نشته خو خامخا به د اتومي وسلو جوړولو ته دوام ورکړي."

XS
SM
MD
LG