د لاس رسي وړ اتصالات

شينواری:سږکال به يو میليون ماشومان ښوونځیو کې جذب شي


د افغانستان په سړو سیمو کې سبا پنجشنبه نوی تعلیمي کال پیلېږي او يو ميليون نوي هغه ماشومان چې په ښوونځيو کې يی د شموليت عمر پوره کړاې وي په ښوونځيو کې شامل شی چې په سلو کې دری څلويښت به يي نجونې وي.

د افغانستان د ښوونې روزنې وزارت مرستيال ابراهيم شينواري امريکا غږ اشنا راډيو ته وويل تیرکال ته په کتو د نوي تعليمي کال له پيل څخه به درسي کفيت ته پاملرنه ډیره شي.

ښاغلي شينواري زياته کړه سره له دی چې د هيواد په نا امنه سيمو کې د ښوونې او روزنې په برخه کې ستونزی شته خو په ډيرو ولايتونو کې د پوهنې شوراگانو له طريقه کليوالو سره خبرې شوي تر څو خپل ماشومان ښوونځو ته پريږدي.

د ښوونې او روزنې وزارت مرستيال دا هم وويل چې په ١٣٩٦کال کې به شپږسوه زره افغانانوته د سواد د زده کړو زمينه برابره شي چې شپيته فيصده به يي ښځې وي.

ابراهيم شينواري سره د نوشابې اشنا بشپړه مرکه دلته واورئ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:04:36 0:00

XS
SM
MD
LG