د لاس رسي وړ اتصالات

په برتانیې کې په یوې تروریستي حمله کې پنځه تنه وژل شوي


په لندن کې پولیس واېي چې د چهار شنبې په ورځ د برتانیې پارلمان ته نژدې د حمله کوونکي په ګډون پنځه تنه وژل شوي دي. په وژل شویو کسانو کې یو پولیس هم شامل دی. د لندن پولیس وایي چې دوي گمان کوي چې دغه حمله به ترهگرو کړي وي.

د لندن د پولیسو قوماندان بي جی هرنگټن خبري کنفرانس ته وویل چې "مونږ د دغي حملې د ټولو علتونو تحقیق کوو".

په دی هکله هم پلټني کیږي چې حمله کونکی یواځي و او که د هغه سره نور څوک هم ملگري وو. مگر پولیس وایي داسي ښکاري چې دغه حمله به یو تن کړي وي.

د لندن پارلمان د هغې نه وروسته وتړل شو چې حمله کونکي یو پولیس په چاقو وواهه او بیا پخپله هغه د پولیسو په ډزو ووژل شو. د دغې پیښې نه مخکې حمله کونکي په هغو خلکو موټر وروسته چې د سړک په غاړې پیاده روان وو. په پیښې کې دری تنه مړه او اته تنه زخمیان دي.

د لندن د پولیسو یو لوړپوړي چارواکي امریکا غږ ته وویل چې داسي ښکاري چې دغه حمله په دریو پړاونو کې پلان شوي وه.

د سپینې ماڼۍ نطاق شان سپایسر ویلي دي چې جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د برتانیې د صدراعظمې ټریسا مۍ، سره په خبرو کې دغه حمله سخته غندلي ده.

XS
SM
MD
LG