د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د کرکټ دپاره د بریایو یو بله تاریخي ورځ


تېر کال په همدې ورځو کې افغانستان په هند کې د کرکټ په شل اوریز نړیوال جام کې د هند په ناگپور کرکټ مېدان وروستۍ سیالئ کې د ویسټ انډیز ټیم ته ماتې ورکړه او نړۍ ېې حیرانه کړه. ویسټ انډیز د کرکټ د شل اوریز جام قهرمان ټیم دی.

یو کال پس افغانستان هند کې د کرکټ په دریو مختلفو بڼو ،شل اوریزو،یو ورځنیو او څلور ورځنۍ سیالۍ کې خپل نیزدې حریف ټیم ایرلینډ ته پرله پسې ماتې ورکړې او د کرکټ په اصطلاح ېې کلین سویپ ېې وکړو. یعني د یو ټیم نه درې جامونه وگټل.

د افغانستان کرکټ ټیم دپاره په دې تیریو سیالیو کې دا شپږم جام دی چې گټي ېې،عربي اماراتو او زمبابوې ته د هغوي په کور کې ماتې ورکولو نه پس ېې د صحرا جام ټورنامنټ وگاټه او اوس ېې د ایرلینډ نه د شل اوریزو، یو ورځنیو او څلور ورځنۍ لوبې په گټلو درې نور جامه نور هم پورته کړل.

ولسمشر اشرف غني د ټیلفوني پیغام د لارې د کرکټ ملي ټیم لوبغاړو ته په ورستیو بریایو مبارکي ورکړې.
ولسمشر اشرف غني د ټیلفوني پیغام د لارې د کرکټ ملي ټیم لوبغاړو ته په ورستیو بریایو مبارکي ورکړې.

د ایرلینډ سره د ننۍ څلور ورځنۍ لوبې گټلو ارزښت په دې کې دی چې د کرکټ د نړیوالې شورا لخوا د دویمې درجې د کرکټ ټیمونو ترمنځ د څلور ورځنیو سیالیو دا لړۍ چې انټر کانټینینټل کپ یادیږي، هدف ېې د دویمې درجې ټیمونو نه یو ټیم ته د ټیسټ کرکټ درجه ورکول دی. دې لړ کې افغانستان تر اوسه څلور لوبې کړې وې او یو شپته پواینټه ېې اخیستي وو، ایرلینډ بیا څلور لوبو کې اتیا پواینټه لرل، نو هر ټیم چې د اوو سیالیو کولو نه پس اتو ټیمونو ایرلینډ، هالینډ، سکاټ لینډ، عربي امارات. هانگ کانگ،پپاو نیو گني ،نمیبیا او افغانستان کې اول مقام وگټي نو هغه به د کرکټ د نړیوالې شورا په درجه بندۍ کې اخري یا لسم ټیم چې دا وخت د زمبابوې ټیم دی د کرکټ رسمي ټیسټ سیالۍ ولري.

افغانستان په دې سیالۍ کې ایرلینډ ته د کرکټ په اصطلاح په یو اننگز او ١٧٢ منډو ماتې ورکړه او د لوبې یوه ورځ لا پاتې هم وه. دې بري سره افغانستان ټول شل پوانټونه وگټل او ټول پواینټونه ېې یو اتیا شول او د اتو ټیمونو په جدول کې اول مقام ته ورسېد. اوس به افغانستان راتلونکو اوو میاشتو کې هانگ کانگ او عربي اماراتو سره او نور ټیمونه به د خپلو مقابل ټیمونو سره لوبې کوي.افغانستان به هڅه کوي چې خپل گټلی لومړی مقام وساتي او د ټیسټ امتیاز وگټي.د ننۍ لوبې غوره لوبغاړی کپتان اصغر ستانکزی و،هغه ١۴٥ منډې جوړې کړې وې.

د افغانستان د کرکټ الف ټیم به سیمي فاینل کې پاکستان سره مخامخ کیږي
د افغانستان د کرکټ الف ټیم به سیمي فاینل کې پاکستان سره مخامخ کیږي

د افغانستان ولسمشر ښاغلي اشرف غني د دغه بري نه پس د کرکټ ملي ټیم ته ټیلفون وکړ او په بریایو ېې ورته مبارکي وویلې او د لوبغاړو ستاینه ېې وکړه.

بلخوا همدې ورځ په بنگله دیش کې د اسیا د کرکټ د اتو ټیمونو د ترمنځ د ایمرجنگ کپ په سیالیو کې افغانستان الف ټیم د هند د دریویشت کلنو لوبغاړو ټیم ته په دوه وکټو ماتې ورکړه. افغانستان پخپل گروپ کې ملیزیا ته ماتې ورکړې وه او سري لنکا نه ېې بایللې وه.نو د منډو د اوسط په اساس ېې دویم مقام وگاټه او سیمي فاینل ته ورسېد، سیمي فاینل کې ېې د اپریل په لومړۍ نیټه پاکستان سره سیالي ده.

د افغانستان د کرکټ په اړه یو خبر دا هم دی چې د افغانستان کرکټ ټیم به د ميي د میاشتې په اخر کې ویسټ انډیز ته سفر کوي او د کرکټ د اولې درجې هیواد سره درې شل اوریزې او درې یو ورځنۍ سیالۍ کوي. دا به لومړۍ ځل وي چې افغانستان د ویسټ انډیز سره د شپږو سیالیو لړۍ لري.

  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.
XS
SM
MD
LG