د لاس رسي وړ اتصالات

د داعش د مشر البغدادي مرستیال په یوې هوايي حملې کې وژل شوی


.
.

د عراق استخبارات وایي د جمعې په ورځ د اسلامي دولت د ډلې مهم قوماندان ایاد الجمیلي په یوې هوایي حملې کې وژل شویدی. الجمیلي د ابوبکر بغدادي مرستیال وو.

د امریکا په مشرۍ د اسلامي دولت د ډلې په ضد ائتلافي قواوو ویلي دي چې تر اوسه دغه خبر نشي تائیدولی. د یادونې وړ ده چې دغه خبر د عراق دولتي ټلوژن خپور کړی.

د عراق یو پوځي چارواکي د روئټرز خبري اژانس ته وویل چې جمیلي یې د اسلامي دولت د ډلې د نورو کسانو سره یو ځاي د القیم په سیمې کې په نښه کړ چې په نتیجه کې یې هغه د ملگرو سره ووژل شو. دغه پوځي چارواکي زیاته کړه "زمونږ هوایي قواوو په القیم کې د داعش په یو مرکز باندي بمباري وکړه چې پکې د داعش دوهم مهم مشر ایادالجمیلي ووژل شو، د هغه برسیره په دغه حمله کې ابو یحیی چې د داعش وزیر وو هم وژل شوی".

عراقي قواوې چې د امریکا په ملاتړ د اسلامي دولت په ضد جگړه کوي، د تیر کال د اکتوبر د میاشتې راهیسي کوښښ کوي چې د موصل سیمه بیرته ونیسي. د موصل سیمه د اسلامي دولت د ډلې تر ټولو مهم مرکز گڼل کیږي. دری کاله مخکې د دغې ډلې مشر ابوبکر بغدادي په موصل کې د خلافت اعلان کړی وو.

ملگري ملتونه وایي چې تر اوسه پورې د موصل لږترلږه دری لکه اوسیدونکو خوندي سیمو ته کډه کړيده.

XS
SM
MD
LG