د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ په چین د شمالي کوریا په مسئلې کې فشار اچوي


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ وویل چې د شمالي کوریا په ضد د چین د همکارۍ لپاره به د چین سره تجارت زیات کړي. ښاغلي ټرمپ زیاته کړه چې که ضرورت پیښ شي نو امریکا به د شمالي کوریا د اتومي وسلو د خطر د مخنیوي لپاره په یواځي سر اقدامات وکړي.

د امریکا د ولسمشر دغه څرگندونې د فائننشل ټائمز ورځپاڼې په داسي کې وخت خپرې کړیدي چې د چین ولسمشر شي ژنپنگ به په روانه اونۍ کې د ټرمپ مشهور تفریحي ځای مارالاگو ته سفر وکړي .

دغې ورځپاڼې د ښاغلي ټرمپ له قوله لیکلي دي.

"چین په شمالي کوریا ډیر زیات نفوذ لري او چین به دا پریکړه کوي چې د شمالي کوریا په مسئله کې زمونږ سره مرسته کوي او که نه. که چیرې چین زمونږ مرسته وکړي نو دا به د چین لپاره ډیره ښه وي او که هغوي داسي ونکړي نو دا به د هیچ چا لپاره ښه نه وي."

د دغې پوښتنې په ځواب کې چې امریکا به چین ته د دغې په بدل کې څه ورکوي، ټرمپ وویل چې "امریکا به د چین سره تجارت زیات کړي ځکه چې تجارت ډیر مهم دی."

کله چې د ټرمپ نه پوښتنه وشوه چې که چین شمالي کوریا په دې شرط رضا کړي چې امریکا به د کوریا د ټاپو نه خپل عسکر وباسي نو هغه په ځواب کې وویل

" که چین د شمالي کوریا د مسئلې د حل لپاره ه څه ونکړي نو امریکا به په یواځي سر دغه کار وکړي."

دا تر اوسه معلومه نه ده چې د ټرمپ د دغو خبرو نه وروسته به چین څه ډول عکس العمل څرگند کړي. چین په پیونگ یانگ اقتصادي فشار زیات کړیدی خو د هر هغه ډول اقدام نه ډډه کوي چې د کوریا ټاپو بی ثباته کړي.

دا لا هم تر اوسه څرگنده نه ده چې امریکا به د شمالي کوریا د اتومي وسلو د پروگرام نه د مخنیوي لپاره څه وکړي

XS
SM
MD
LG