د لاس رسي وړ اتصالات

په لومړۍ ورځ ١٩۴ کډوالې کورنۍ له تورخم واوښتې


د پاکستان څخه د کډوالو د بیرته تگ بهیر د ژمي د څلور میاشتني ځنډ نه وروسته نن بیا پیل شو.
د پاکستان څخه د کډوالو د بیرته تگ بهیر د ژمي د څلور میاشتني ځنډ نه وروسته نن بیا پیل شو.

افغانستان ته د کډوالو د بیرته تگ د بهیر پر لومړۍ ورځ یوازي ١٩۴ کورنۍ پر تورخم واوښتې.

د تیر کال په پرتله نن له پیښور څخه د کډوالو د ستنېدو بهیر یو څه کمرنګه و او یوازي هغه افغانان و چې په پښتونخوا کې یې د کډوالو په اداره له وړاندې ځانونه ثبت کړي و.

د ملگرو ملتونو د کډوالو ادارې کډوالو ته سپارښتنه کړې ده چې مرکز ته تر ورتگ وړاندې د تلیفون له لارې ځانونه ثبت کړي او په ټاکل شوي ورځ مرکز ته ورشي.

په پیښور کې د UNHCR اداره وایي چې تر اوسه څه باندې درې زره کورنۍ د بیرته تگ لپاره ثبت شوې دي.

په پیښور کې افغان کډوال د UNHCR په دفتر کې د بیرته تگ غوښتنلیک ثبتوي.
په پیښور کې افغان کډوال د UNHCR په دفتر کې د بیرته تگ غوښتنلیک ثبتوي.

UNHCR هرې بیرته ستنیدونکې کورنې ته ٢٠٠ سوه ډالر ورکوي. تیر کال یې ۴٠٠ ډالر ورکول.

بیرته ستنیدونکې افغانان د UNHCR له مرستو خوښ نه دی او وایي چې پېسې یې دومره راکمې کړي چې په وطن کې یوه وړه گوډله هم نه شي ابادولی.

سږ کال د کډوالو موټر چلوونکې هم گیله من دي. د تورخم په هغه غاړه کې په کډو بار موټرې ولاړې دي، ځکه چې پر تورخم باندې تگ راتگ سخت شوی دی او د دوی د اسنادو چارې ډېر وخت نیسي.

افغانستان ته د راستنېدونکو ناراجستر شویو کډوالو هر کس ته افغان حکومت درې نیم زره افغانۍ هم ورکوي، خو کډوال وايي دا پيسې یې د موټر کرایه هم نه پوره کوي.

XS
SM
MD
LG