د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د روسیې هغه ادعا رد کړي چې په سوریې کې د گازو حمله یاغیانو کړي


.
.


امریکایي چارواکو د روسیې هغه ادعا رد کړیده چې گوندي په سوریې کې د زهرجن گاز حمله د بشار اسد د حکومت مخالفو یاغیانو کړیده او دیته یې هم اشاره کړي چې ممکن د دغه عمل په خلاف اقدامات وکړي. د امریکا ولسمشر دغه حمله بشریت ته توهین بللی او وایي چې دغه حمله د هرحد نه وتلی اقدام دی.

خو تر اوسه پورې دا معلومه نده چې ښاغلي ټرمپ د بشار اسد د حکومت په ضد کوم ډول اقدام ته اشاره کوله.

په دغه برید کې د ماشومانو په شمول کم تر کمه اویا تنه وژل شوي.

د امریکا ولسمشر ټرمپ دغه خبره د هغې تبصری نه څو ورځې وروسته کړیده چې په هغې کې واشنگټن د بشار اسد د حکومت په هکله ویلي وو چې هغوي اوس د قدرت نه د بشار اسد په لیري کولو زیات فکر نه کوي. د ښاغلي ټرمپ اوسنیو څرگندونو نه وروسته د واشنگټن او کریملن اړیکې یو ځلې بیا خرابي شوي. د یادوني وړ ده چې قدرت ته د ټرمپ د رسیدلو نه وروسته د دغو دواړو ملکونو تر منځ تعلقات یو څه ښه شوي و.

غربي ملکونه او امریکا وایي چې د بشار اسد قواوې په سوریې کې د کیماوي وسلو د برید مسئولیت لري. د سوریې په تباهکونکي داخلي جگړې کې دغه د کیمیاوي وسلو استعمال تر ټولو بده خونړۍ پیښه وه.

د امریکا استخباراتي چارواکو ویلي دي چې داسي ښکاري چې دغه خلک د سیرین په نوم د گاز د شیندلو د وجې مړه شویدي. د سه شنبې په ورځ د سوریې جټ الوتکو د خان شیخون په کلي دغه گاز وشینده. خو په واشنگټن کې د بهرنو چارو د وزارت یو چارواکي ویلي دي چې تر اوسه په دغې حملې کې د استعمال شوي کیمیاوي گاز په هکله تحقیقات روان دي.

روسیه وایي چې دغه گاز د بشار اسد د مخالفینو یاغیانو سره وو او د گاز ټانکونه هغه وخت وچاودیدل چې د سوریې د قواو یو بم پرې ولگیده.

د سپینې ماڼۍ یو چارواکي د نوم نه څرگندولو په شرط وویل چې د روسیې دغه ځواب بیخي د منلو وړ نه دی.

XS
SM
MD
LG