د لاس رسي وړ اتصالات

رورابکر: طالبان ترټولو بد فاشیستان او په سولې باور نلري


دانا رورابکر د امریکا د کانګرس غړی دی
دانا رورابکر د امریکا د کانګرس غړی دی

رورابکر وایي تروریزم او افراطي افکار چې په هر مذهب کې وي، د ټولو لپاره یو تهدید دی. رورابکر د افغانستان په ارتباط د اشناتلویزیون ددی پوښتنې په ځواب کې چې آیا طالبان به د مذاکرو له لارې له جګړې نه لاس واخلي که نه؟ وایي د افراطیانو په خبرو او ژمنو هیڅکله باور نه کوي.

ښاغلي رورابکر وویل "فاشیستان هیڅکله د سولې په خبرو نه پوهیږي او هغوئ د سولې مذکرات کمزورتیا ګڼي. طالبان په اوس وخت کې ترټولو بد إسلامي فاشیستان دي. دوئ ته باید په زور ځواب ورکړل شي".

هغه د افغانستان د جګړې په ارتباط د امریکا د جمهور رئیس ډونالدټرمپ د پالیسۍ په اړه هم تبصره وکړه او وی ویل چې په افغانستان کې جګړه داسی یوڅه دي چې په یوه شپه کې پای ته رسیدلی شي. هغه وویل په افغانستان کې د کلي ملکان تصمیم نیوونکي دي. امریکا باید پدې پوه شي چې په افغانستان کې د مرکزي حکومت په قوت موندنې ډير ټینګار ونه کړي.

پدې ځانګړې مرکه کې ښاغلي رورابکر د امریکا او مصر په راتلونکو همکاریو، د منځني ختیځ د شخړې پای ته رسیدو، او د چین او امریکا په اړیکو هم نظر شریک کړ.

د ۲۰۱۶ کال په جولای میاشت کې ښاغلي رورابکر د امریکاغږ د مدیریت نه غوښتنه کړې وه چې د بلوچستان لپاره په بلوچې ژبې ځانګړې خپرونې پیلې کړي او په افغانستان، پاکستان او بلوچستان کې میشتو بلوڅو ته د هغوئ په مورنۍ ژبه خپرونې وکړي.

او په ۲۰۱۲ کال د هغه وخت جمهور رئیس حامدکرزي لخوا ځکه افغانستان ته د یوپلاوي سره د تلو منع شو چې ویل کیدل د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي. د هماغه کال په مارچ میاشت کې ښاغلي رورابکر د امریکا د حکومت د تفتیش له عمومي ادارې وغوښتل چې د حامدکرزي په اړه د هغو ادعاو پلټنه وکړي چې په وینا يي د امریکا د مالیه ورکونکو پیسې د خپلو شخصي ګټو لپاره مصرفوي. دا هغه ادعا وه چې هماغه وخت د ښاغلي کرزي لخوا رد شوه.

XS
SM
MD
LG