د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ د چین د ولسمشر سره ملاقات وکړ


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چین د ولسمشر شي جینپنگ سره په فلوریډا کې د لومړي ځل لپاره ملاقات وکړ. د پنجشنبې په ورځ د چین ولسمشر د خپلې میرمنې سره د ټرمپ مشهور تفریحي ځایې مارالاگو ته راورسیدو.

دغو دواړو مشرانو د خپلو میرمنو سره د ماښام ډوډۍ په شریکه وخوړه.

ټرمپ ویل چې هغه کوشش کوي چې د چین سره د تجارت او د شمالي کوریا د اتومي پروگرام د مخنیوي په موضوع خبري وکړي. خو د دواړو ملکونو د مشرانو په ملاقات کې د کومې مهمې موافقې د لاسلیک کیدو امکانات نشته دی.

ټرمپ د ٢٠١٦ کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د امریکا د ولس سره لوظ کړی وو چې چین د امریکا د خلکو نه کوم کارونه اخیستي، هغه به بیرته امریکا ته انتقال کړي. ټرمپ خبریالانو ته ویلي وو "زمونږ سره عادلانه چلند نه کیږي او د ډیرو کلنو راهیسې د چین سره ډیر ناوړه تجارتي تړونونه شویدي. او هم په دی موضوع به مونږ خبري کوو."

د یادوني وړ ده چې ښاغلی ټرمپ او شي جینپنگ به نن د جمعې په ورځ ماسپخین د سوداگرۍ او نړیوالو اړیکو په موضوع په تفصیل خبري وکړي.

XS
SM
MD
LG