د لاس رسي وړ اتصالات

د اسد پلویان: په سوریې د امریکا حمله د 'سری کرښې' نه وتل دي


د روسیې، ایران او د بشار اسد د ملاتړو قواوو د گډې قوماندانۍ مرکز وایي چې د سورېې په هوایي اډې د امریکا د جمعې د ورځې حمله بیخي د سرې کرښې نه وتلي اقدام دی. دوی خبردارې ورکړی چې که امریکا بله داسي حمله وکړه نو ځواب به ورکړی شي او د خپل ملگري ملک سوریې سره به خپلې مرستې هم زیاتې کړي.

د جمعې په ورځ امریکا د سوریې په یوې هوایي اډې په لسگونو توغندي وار کړل. امریکا وایي چې د دغې اډې نه د بشار اسد ځواکونو په بیگناه ملکیانو باندي کیمیاوي وسلې استعمال کړي وي. د دغې کیماوي حملې نه وروسته امریکا په سوریې باندي د حملې فیصله وکړه او اوس د بشار اسد متحدین په امریکا انتقادونه کوي.

د بشار اسد د ملاتړو د مرکز په ورځپاڼې علم الحربي کې یو بیان خپور شوی، چې وایي "امریکا چې په سوریې کوم تیرې کړیدی ، دا د 'سرې کرښې' نه د تیریدلو معنی لري. او که په راتلونکي کې امریکا یا بل کوم ملک داسي ډول اقدام وکړ نو مونږ به په پوره قدرت ځواب ورکوو او امریکا زمونږ د ځواب ورکولو د قدرت د وړتیا نه خبر ده."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ټیلرسن په روسیې تور ولگاوه چې د کیمیاوي وسلو د استمعال په هکله یې څه ونکړل. ټیلرسن زیاته کړه چې روسیې د ٢٠١٣ کال هغه موافقې باندي عمل ونکړ چې په سوریې کې یې د کیمیاوي وسلو د تباه کولو په هکله لاسلیک کړي وه.

ټیلر سن دا هم وویل چې امریکا د روسیې نه دا تمه لري چې د بشار اسد د ملاتړ کولو په فیصلې غور وکړي. هغه زیاته کړه "کله چې هم دا ډول ناوړه حمله وشي نو په هغې کې روسیه هم مسئولیت لري."

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتن او د ایران د روحاني مشر حسن روحاني په ټیلفون کې خبري کړي او په سوریې برید یې د نړیوالو قوانینو نه سرغړونه بللي ده.

XS
SM
MD
LG