د لاس رسي وړ اتصالات

ملگرو ملتونو ملاله یوسفزۍ د سولې استاځي وټاکله


.
.

د نوبل د سولې د جایزې گټونکي ملاله یوسفزۍ چې د سوات ده، د ملگرو ملتونو د سولې او تعلیم استاځي وټاکل شوه.

د ملگرو ملتونو سرمنشي انتونیو گټیریس نولس کلنې ملالې یوسفزۍ ته پرون په نیویارک کې په یوې خاصې غونډې کې هرکلې ووایه. هغه وویل

"ته په نړۍ کې د تر ټولو مهمې مبارزې سمبول یې، یقینا د تر ټولې مهمی مبارزې چې هغه تعلیم دی. تعلیم د ټولو لپاره. او په خاصه توگه چې مونږ خبر یو په گڼ شمیر ټولنو کې جینکو ته د تعلیم شرائط ډیر مشکل دي."

ښاغلي انتونیو په دې وخت کې د ملالې د فعالیتونو یادونه وکړه او د هغې کامیابۍ یې وستایلې.

انتونیو د ملاله یوسفزۍ د بشري حقوقو په برخه کې په خاص ډول د ښځو د تعلیم او مساوي حقوقو په لړ کې د هغې "زړه وړه دفاع" وستایله او په سختو وختونو کې یې سولې ته د هغې خدمت او تعهد ته درناوې څرگند کړ.

هغه زیاته کړه " تا د نړۍ ډیرو خطرناکو سیمو ته سفر کړیدی، چیرته چې تعلیم د ډیرو زیاتو مشکلاتو سره مخ دی او د مهاجرینو کمپونو ته هم ورغلي یې. تا په لبنان کې د مهاجرو لپاره دوه ښوونځي جوړ کړل. ما د خپل ژوند لس کلونه د مهاجرینو سره په تماس کې تیر کړي دي او زه نن ډیر خوشحاله یم چې نن تا ته د سولې د استاځي په توگه دا مهم مسئولیت در سپارم ."

ملالې یوسفزۍ یواځي د ١٧ کلنو وه چې هغې د سولې د نوبل جایزه وگټله او اوس په نولس کلنۍ کې د سولې لپاره د ملگرو ملتونو تر ټولو کم عمره استاځي ده.

XS
SM
MD
LG