د لاس رسي وړ اتصالات

حمدالله محب:په بمبارد کې د داعش پتنځايونه نښه شوي


د امریکا پوځ د پنجشنبې په ماښام د ننګرهار ولایت د اچین په ولسوالۍ کې تر ټولو ستر غير اتومي بم وکاروه چې هدف يي د اسلامي دولت ډلې یا داعش ډله وه.

واشنگټن لپاره افغان سفيرحمدالله محب امريکا غږ ته وويل په بمبارد شوې سيمه کې له يوې اونۍ راپديخوا نظامي عمليات روان و تر څو سيمه د داعش د پټنځايونو څخه پاکه شي.

ښاغلي محب زياته کړه هر هغه څوک چې افغانستان او افغانان تهديدوي هم افغان حکومت او هم يي نړيوال متحدين په وړاندې کلکې مبارزې ته ژمن يو.

سره له دی چې د سپینې ماڼۍ ویاند، شان سپایسر، وویل چې بم پداسې ډول وکارول شو چې ملکي خلکو ته زیان ونه رسیږي. خو بياهم دملکي تلفاتو په هکله د افغان حکومت پر انديښنه او نورو مسايلو مو په واشنگتن کې له اقغان سفير حمدالله محب سره مرکه کړې.

please wait

No media source currently available

0:00 0:03:49 0:00

XS
SM
MD
LG