د لاس رسي وړ اتصالات

د برتایې صدراعظمه وایي انتخابات به د ټاکلي وخت نه مخکې وشي


د برتانیې صدراعظمې ټیریسا مې د سه شنبې په ورځ ویلي دي چې په هغه هیواد کې به پارلیماني انتخابات د خپل ټاکلي وخت نه مخکې یعني د روان کال د جون په اتمه پیل شي.

آغلې می وایي چې د اروپایي اتحاد نه د بیلیدو لپاره دی ته ضرورت دی چې زیات قدرت ولري.

هغې وویل چې دا ډیره مشکله وه چې د پارلمان نه وغواړي چې د ٢٠٢٠ کال انتخابات دي ژر تر ژره وشي، خو د ډیر ژور فکر نه وروسته هغې په عاجل ډول د بېړنیو انتخاباتو د کولو پریکړه کړیده. آغلې می وایي دلیل یې دا دی چې سیاسي مخالفین کوشش کوي چې د اروپایي اتحاد نه د بیلیدو په پروسې کې خنډونه واچوي.

د برتانیې د صدراعظمې دغه اعلان اکثره خلک حیران کړیدی، خو آغلې می وایي هغه نه غواړي چې د اروپایي اتحاد نه د وتلو په ضد مبارزه یې پام بلې خوا ته واړوي.

د برتانیې صدراعظمه وایي خلکو د اروپایي اتحاد نه د بیلیدو پریکړه کړیده او هغه پیش بینۍ غلطې وې چې گوندی د اروپایي اتحاد نه د بیلیدو نه وروسته به د برتانیې اقتصاد خراب شي.

د برتانیې د حکومت ویاند وویل چې آغلې مې د دغه اعلان نه وروسته د امریکا ولسمشر ټرمپ، د جرمني صدراعظمې اینگلا میرکل او ځیني نورو مشرانو سره په ټلفون کې خبرې کړي. خو هغه دا و نه ویل چې مې د دغو مشرانو سره څه خبري کړي.

XS
SM
MD
LG