د لاس رسي وړ اتصالات

اسرایل وایي د بشار اسد قواوې ډیرې کیمیاوي وسلې لري


د اسرایلو پوځ د چهارشنبې په ورځ ویلي دي چې هغوي باور لري چې د بشار اسد قواوې لا اوس هم ډیرې زیاتې کیمیاوي وسلې لري. د بشار اسد قواوو دوه اونۍ مخکې په ملکیانو د کیماوي وسلو حمله کړي وه چې پکې لږ تر لږه ٩٠ تنه وژل شوي و.

اسرایلو او نورو ډیرو ملکونو وویل چې د سوریې حکومت یعني د بشار اسد قواوو دغه حمله کړي ده. د فرانسیې د بهرنیو چارو وزیر جین مارس ویلي دي چې د فرانسیې استخبارات به په یو څو ورځو کې دا ثابته کړي چې دغه حمله د اسد قواوو کړي ده.

د اسرایلو د پوځ یو لوړ پوړي چارواکي رویټرز ته وویل چې "په سوریې کې د بشار اسد د قواوو سره څو ټنه کیمیاوي وسلې اوس هم شته دي".

په اسرایلو کې یو پوځي چارواکي د نوم نه څرگندولو په شرط ځایي مطبوعاتو ته وویل چې د اسد قواوې درې ټنه کیمیاوي وسلې لري.

د یادوني وړ ده چې په ٢٠١٣ کال کې امریکا او روسیې یوه موافقه لاسلیک کړي وه چې سوریا به خپلې کیمیاوي وسلې تباه کړي.

په سوریې کې دوه اونۍ مخکې په ملکیانو د ذهرجن گاز حمله شوي وه. د ترکیې او برتانیې په لابراتوارونو کې د ازموینې نه وروسته دا ثابته شوه چې د سوریې حکومت د سیرین ذهرجن گاز کارولې دی.

له بلې خوا بشار اسد بیا بیا ویلي دي چې هغوي د خان شیخون د ښار په خلکو د کیمیاوي وسلو په استعمال کې لاس نه لري.

XS
SM
MD
LG