د لاس رسي وړ اتصالات

د لوگر ولايت امنيتي حالاتو مدني فعالان انديښمن کړي


ظاهراً په دې وروستيو کې د لوګر امنيتي وضعيت په نسبي ډول ښه بريښي، خو د افغانستان روان وضعيت ته په کتو سره په دغه ولايت کې هم د ناامنيو د زياتېدو په اړه اندېښنې پيدا شوي دي.

د مدني فعال عبدالمقصود عزيزي په وينا که په لوګر کې امنيت تامين شي، په کابل او ځينو نورو ګاونډيو ولايتونو کې هم تر ډېره بريده د ورانکارو فعاليتونو مخه نيول کېدای شي.

” ولس ملاتړی دی، ولس د حکومت نه امنيت غواړي، د امنيت ټينګښت دنده د حکومت ده نه د ولس. په دې برخه کې امکانات په لاس لري، موټر په لاس لري او وسله په لاس لري‟.

څه موده وړاندې د لوګر د مرکز په ځينو سيمو کې اسلامي دولت يا داعش وسله والو ته منسوبې شبنامې هم خپرې شوې وې، دې سره ددغې ډلې د راپيدا کېدو اندېښنه هم ډيره شوه.

د لوګر د ولايتي شورا غړی عدالت عبدالرحيم زی که څه هم په دې وروستيو کې د امنيتي ځواکونو مديريت ښه بولي، مګر زياتوي، چې د تشکيل، تجهيز او اکمالاتو له پلوه بسنه نه کوي.

” کله مو چې له امنيتي منسوبينو سره دا موضوع مطرح کړې ده، دوی وايي کله چې موږ په يوه ساحه کې علميات کوو، نتايج يې ښه وي، خو هلته د پوستو د ايجاد لپاره تشکيل نه لرو، چې دښمن بېرته نفوذ ونه کړي‟.

په ورته وخت کې په ولسي جرګه کې د لوګر استازی اکبرستانکزی د لوګر د امنيت د تامين لپاره اړينه بولي، ټولې هغه قاچاقي لارې، چې وسله والو طالبان پرې تګ راتګ لري، قطع کړای شي.

ده وويل: ”امنيتي منسوبين نشي کولای چې د ټول لوګر امنيت وساتي، ځکه طالبان له هغو لارو استفاده کوي چې د جهاد په وخت کې مجاهدين پرې تله راتله، نو اړتيا ده چې سرحدي ځواکونه پياوړي شي‟.

د لوګر امنيه قوماندان لوی پاسوال عصمت الله عليزی په دغه ولايت کې د داعش وسله والو حضور نه مني، خو وايي چې د وسله والو طالبانو د فعاليتونو د مخنيوي لپاره يې مبارزه ګړندۍ کړې ده.

” هدف مو همدا دی چې لومړی لوګر امن کړو، دا به د کابل امن کېده واوسي. موږ يواځې نه يو، دلته پنځوس ملکونه راغلي دي، چې دا ملک ارام کړي، د تروريزم، القاعدې او د داعش په مقابل کې چې اوس نوی تهديد راپيدا شوی، کوټلي ګامونه واخيستل شي او له منځه يوړل شي‟.

د ځينو امنيتي منسوبينو په وينا ازره، محمداغه، څرخ او بره کي برک د لوګر هغه څلور ولسوالۍ يادېږي، چې نسبت نورو هغو ته پکې طالبان زيات فعال او له همدې سيمو خپل بريدونه تنظيموي.

  • 16x9 Image

    ابراهيم رحيمي

    ابراهيم رحيمي د خوست د شيخ زايد پوهنتون د ژورناليزم پوهنځی لوستی او د ژورناليزم په ډګر کې يوولس کاله تجربه لري. هغه د ۲۰۱۱ ميلادي کال راهيسې په جنوب ختيځ کې د امريکا غږ خبريال دی. دمخه يې د افغانستان دننه په يو شمېر رسنيو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG