د لاس رسي وړ اتصالات

د حکمتیار د راتګ او څرګندونو په اړه بېلابېل غبرګونونه


د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار ویلي چې تیر چې هر څنګه و، هغه هیروو
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار ویلي چې تیر چې هر څنګه و، هغه هیروو

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار ویلي چې تیر چې هر څنګه و، هغه هیروو او نور باید د واک د انتقال لپاره یوه څاڅکې وینه تویه نه شي. ښاغلی حکمتیار ژمنه کوي چې د سولې لپاره به سیاسي مبارزه کوي.

د ښاغلی حکمتیار د راتگ په اړه د ښځو د حقونو فعالانې او عام خلک هم بیلابیل نظریات لري چې دا ټول ټکي یو په یو تاسو ته راسپړو.

د ګلبدین حکمتیار په مشري د حزب اسلامي او جمعیت اسلامي تر منځ یو وخت په پراخه کچه اختلافات موجود ول. خو اوس جمعیت اسلامي وایي د ګلبدین حکمتیار هرکلی کوي.

د جمعیت اسلامي د رهبري شورا غړی، محمد نسیم فقیري پدې اړه خپل نظر داسې څرگند کړ.

« د حکمتیار صاحب د راتگ نه ډیر خوشحاله یو. هغه د مجاهدینو د یوه مشرپه صفت چې اوس دیموکراسي ده مختلف احزاب او خلک کولای شي خپل نظر څرگند کړي، خپل نظر څرگند کړي او خلکو ته ویناوې واوروي. مونږ هم دویته هرکلی وایو.»

د ښځو د حقونو خوندیتوب د افغان حکومت په مهمو لاسته راوړنو کې راځي، ښځینه فعالانې وايي چې سولې ته د خوشبینۍ تر څنګ د ګلبدین حکمتیار له راتګ سره اندېښنې هم شته.

د ښځو او ماشومانو د حقونو د څیړنیز مرکز مشره، زرقا یفتلي وایي د افغانستان «د جنگ تیر تاریخ ته په کتو، طبعآ یوه اندېښنه شته، خو مونږ پدې ډاډه یو چې د نن افغانستان د دوه زره دوهم میلادي کال افغانستان ندی او نه هم ښځی د دوه زره دوهم کال هماغه پخانی ښځې دي چې هره ډله او یا د ډلی مشر دې راشي او د میرمنو حقونه دې پخپل زړه او گټی د سیاسي لوبو وسیله وگرځوي.»

بل خوا د سولې له بهیر سره د ښاغلي ګلبدین حکمتیار د یو ځای کیدو په اړه د کابل ښاریان هم یو واحد نظر نلري.

د کابل ښار یو اوسیدونکی، شاداب دا د سولی دپاره یو ښه پیل گڼي. هغه وویل، «د حکمتیار صاحب مفکورې تغییر کړی دی نو مونږ یې د راتگ هرکلی کوو او مونږ د نورو څخه مثلا طالبانو څخه هم غوښتنه کوو چې جنگ دې بس کړي او رادې شي او د دولت د پیاوړتیا دپاره دې کوښښ وکړي.»

د کابل د ښار یو بل اوسیدونکې مجیب الله ستانکزی بیا وایَي دغو جهادي مشرانو خو پخوا هم په مکې کې د پخلاینې ژمنې کړې وې خو تر هغې وروسته څومره افغانان ووژل شول. هغه وایي اول باید د خلکو نه بخښنه وغوښتل شي، «دوي دا ملت ډیر ځورولی دی، لازمه دا وه چې د خلکو نه یې بخښنه غوښتې وای، لامه دا وه چې دوي اول د خلکو نه بخښنه غوښتی وای او بیا یی پر مخالفینو غږ کړی وای نو خلک به تر یوه حده پورې ورباندې ډاډ کړی وای. دا چې اوس دوي معاملی وکړی نو نورې کیسې هم را منځته کیدلای شي چې سړی نور پرې بیا باور هم نشي کولای.»

د کابل ښار اوسیدونکی، ضیا روښان بیا ددې سره سره خوشبین ښکاري. هغه وویل، «والله پرون خو یی ډیرې ښې خبرې وکړې او مونږ یی خوشبینه کړو چې دی نور جنگ نه کوي بلکې سولې ته یې غاړه کیښوده.»

د ښاغلي حکمتیار پر راتګ او ویناوو په ټولنیزو رسنیو کې هم ګرم بحثونه روان دي.

XS
SM
MD
LG