د لاس رسي وړ اتصالات

هیلري: د روسي هیکرانو او د ایف بي آی د مشر په وجه مې انتخابات وبایلل


Tim aerobatik Angkatan Laut dan Angkatan Udara AS berpartisipasi dalam atraksi terbang tengah hari di wilayah Kota New York sebagai ucapan terimakasih kepada para petugas layanan darurat selama wabah Covid-19.
Tim aerobatik Angkatan Laut dan Angkatan Udara AS berpartisipasi dalam atraksi terbang tengah hari di wilayah Kota New York sebagai ucapan terimakasih kepada para petugas layanan darurat selama wabah Covid-19.

هیلري کلنټن د سه شنبې په ورځ په نیویارک کې یوې غونډې ته په وینا کې وویل چې د ٢٠١٦ کال د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې بري ته نژدې وه خو د روسیې د هیکرانو ( انترنیتي غلو ) او د ایف بي آی د مشر جیمز کومي د مداخلې د وجې یې انتخابات وبایلل.

هیلري کلنټن وویل چې د ایف بي آی مشر د ٢٠١٦ کال د نومبر د میاشتې په اتمه نیټه د انتخاباتو نه یو څو ورځې مخکې یعني د اکتوبر په ٢٨ نیټه کانگرس ته لیک واستوه چې ایف بي آي د ایمیلونو مسئله یو ځلي بیا څیړي. هغې زیاته کړه په دی برسیره ويکیلیکس د جان پوډیسټا هغه ایمیلونه خپاره کړل چې روسیې غلا کړي و.

هیلري دغې غونډې ته چې د سي ان ان ټلویژن مشهوره نظاقه کرسټین امانپور یې کوربنه وه، وویل "که چیرته دغه انتخابات د اکتوبر په ٢٧ نیټه شوی وی نو اوس به زه ستاسو جمهوره رئیسه وم".

هغې زیاته کړه "دا یوه بی عیبه انتخاباتي مبارزه نه وه خو د کومي لیک او د روسیې ویکی لیکس زما د بایللو سبب شول. د انتخاباتو نه مخکې په لسو ورځو کې ډیر څه بدل شول".

آغلې کلنټن وویل چې هغه اوس یو کتاب لیکي او دا د دې لپاره ډیر سخت وخت دی. کلنټن زیاته کړه چې د هغې د ماتي په علتونو کې یو یې دا و چې دا ښځه ده. که چیرته هغه د امریکا لومړنۍ جمهوره رئیسه شوې وی نو دا به ډیره لویه کامیابي وه.

میرمن کلنټن په انتخاباتو کې د خپلې ناکامۍ مسئولیت ومنه خو داسي یې څه و نه ویل چې د هغې ستراتیژي او یا یې د ټیم کسان سم نه وو.

کلنټن وویل چې په دې کې هیڅ ډول شک نلري چې د روسیې جمهور رئیس ولادیمیر پوتن کوښښ کاوه چې دغه انتخابات ډونالډ ټرمپ وگټي. میرمن کلنټن د جمهور رئیس په بهرنۍ پالیسۍ او د هغه د ټویټر په زیات استعمال سختې نیوکې وکړی.

کلنټن وویل چې ټرمپ ته پکار ده چې د شمالي کوریا د اتومي پروگرام د مخنیوي لپاره د چین او د سیمې د نورو ملکونو سره خبري وکړي. هغې د ټرمپ په هغو څرگندونو هم اعتراض وکړ چې که شرایط برابره شي د شمالي کوریا د مشر کیم جان اون سره به وگوري.

کلنټن وویل چې هغې په سوریې باندې د توغندیو د حملې ملاتړ کړی خو باور نلري چې دا به کومه مرسته وکړي او کنه.

XS
SM
MD
LG