د لاس رسي وړ اتصالات

د نړۍ هغه مشران چې په ځوانۍ کې واک ته رسیدلي دي


مکرون د ۲۰۱۷ کال د می په اوومه د فرانسې د جمهور رئیس په حیث انتخاب شو
مکرون د ۲۰۱۷ کال د می په اوومه د فرانسې د جمهور رئیس په حیث انتخاب شو

د فرانسې منتخب جمهور رئیس ایمانویل مکرون د نړۍ د ځوانو مشرانو په ډله کې حسابیږي

ایمانویل مکرون ۳۹ کلن دی او د راتلونکې یکشنبې په ورځ به د لوړې مراسمو وروسته د نړۍ د ځوانانو رهبرانو په جمله کې راشي.

د ځنو اوسنیو او پخوانیو هغو رهبرانو سره هم اشنا شئ چې یوشمیر يي حتی په ډیره ځوانۍ کې ډیر مشهور شوي دي.

فئډل کاسټرو

کاسټرو د ۱۹۵۶ کال جنوري ۷ باندې ولس ته د وینا په حال کې
کاسټرو د ۱۹۵۶ کال جنوري ۷ باندې ولس ته د وینا په حال کې

کاسټرو د کیوبا انقلابي مشر و چې تیرکال مړ شو. هغه ۳۲ کلن و چې یاغي ځواکونه يي په کیوبا کې واک ته ورسیدل. هغه په ټوله نړۍ کې یوازنی کمونیست رهبر و چې نژدې پنځه لسیزې د کیوبا مشر پاتی شو.

جان. اف کینډی

کینیډي د خپل حکومت په لمړۍ دوره کې په قتل ورسید
کینیډي د خپل حکومت په لمړۍ دوره کې په قتل ورسید

کینیډی په متحده ایالاتو کې ترټولو ځوان کس و چې جمهوري ریاست ته وټاکل شو. په ۱۹۶۱ کال کې چې کله دغه شتمن سناتور او د جګړې اتل د جمهور رئیس په حیث لوړه کوله نو ۴۳ کلن و. خو هغه د امریکا ترټولو ځوان جمهور رئیس ځکه نه و چې د جمهور رئیس ویلیم مکینلي تر قتل وروسته، ۴۲ کلن تیودر روزویلټ واک ته ورسیدو.

ټوني بلئر او ډیویډ کیمرون

کیمرون د اروپايي اتحادیې د ۲۰۱۶ کال په غوڼډه کې
کیمرون د اروپايي اتحادیې د ۲۰۱۶ کال په غوڼډه کې

بلیئر د ۲۰۱۴ کال په نومبر کې په نیویارک کې د سیف دچلډرن موسسې په غڼډه کې
بلیئر د ۲۰۱۴ کال په نومبر کې په نیویارک کې د سیف دچلډرن موسسې په غڼډه کې

بلئر ۴۳ کلن و چې په ۱۹۹۷ کال کې د بریتانیې د صدراعظم په توګه وټاکل شو. په بریتانیه کې د ۱۸۱۲ کال راهیسې چې ۴۲ کلن لارډ لیورپول د ځوان رهبر په خحیث تیرشوی و، بلئر ترهغې وروسته ځوان شخص و. خو صدراعظم کیمرون چې د بلئر نه څو میاشتې کشر و، هم په ۲۰۱۰ کال کې په ۴۳ کلنۍ کې د صدراعظم په حیث لوړه وکړه.

مصطفی کمال اتاترک

مصطفی کمال اتاترک د ترکیې لمړنی جمهور رئیس و
مصطفی کمال اتاترک د ترکیې لمړنی جمهور رئیس و

اتاترک چې د ترکیې د جمهوریت یو محترم موسس یادیږي، نو ۴۲ کلن و چې په ۱۹۲۳ کال کې د ترکیې د لمړني جمهور رئیس په توګه واک ته ورسید. ددی انقلابي مشرتخلص د ترکانو پلار، معنی لري.

معمرقذافي

قذافي، د ۲۰۱۱ کال اپریل میاشت او موټر ته د ختلو په حال کې
قذافي، د ۲۰۱۱ کال اپریل میاشت او موټر ته د ختلو په حال کې

د لیبیا پخوانی مشر قذافي ۲۷ کلن و چې په ۱۹۶۹ کال کې قدرت ترلاسه کړ. دغه دیکتاور تر ۲۰۱۱ کال کې تر لری کیدو پورې په واک کې پاتی شو. هغه ونیول شو او بیا وروسته ووژل شو.

جمال عبدالناصر

جمال عبدالناصر غوښتل مصر په یو عصري هیواد بدل کړي
جمال عبدالناصر غوښتل مصر په یو عصري هیواد بدل کړي

ناصر ۳۸ کلن و چې په ۱۹۵۶ کال کې د مصر جمهور رئیس شو. هغه د سویس کال قانوني کړ او د عرب اتحاد یي رامنځ ته کړ. هغه په ۱۹۷۰ کال کې د مرګ په وخت کې په نړۍ کې د امپریالیزم ضد یو له مشهوره رهبرانو حسابیدو.

کیم جونګ اون

کیم جونګ اون د ۲۰۱۷ کال د اپریل په ۱۵
کیم جونګ اون د ۲۰۱۷ کال د اپریل په ۱۵

د شمالي کوریا د رهبر عمر پوهیدل یوه معما ده، خو ګمان کیږي هغه به ۳۲ یا ۳۳ کلن وي. هغه په شمالي کوریا کې د اوسني سلطنت دریم نسل دی چې د ۲۰۱۱ کال په دسمبر کې د خپل پلار د مړینې وروسته، واک ته رسیدلی.

راجیو ګاندي

راجیوګاندي په ۱۹۹۱ کال په نوي ډهلي کې د انتخاباتو په ورځ
راجیوګاندي په ۱۹۹۱ کال په نوي ډهلي کې د انتخاباتو په ورځ

ګاندي په ۱۹۸۴ کال کې د خپلې مور صدراعظمې اندراګاندي تر وژل کیدو سمدستي وروسته واک ته ورسیدو. هغه ژمنه وکړه چې د هند کمزوری حکومت به عصري کړي. خو په څو محدودو کلونو کې هغه استعفی ته مجبور کړل شو او دا تور پری ولګیدو چې د وسلو په یو قرارداد کې یي رشوت اخستی. ګاندي هم په ۱۹۹۱ کال کې د صدرات مقام ته د کمپاین په وخت کې په قتل ورسیدو.

جستن ټریدو

جستن ټریډو په جرمني کې د خبرو په وخت
جستن ټریډو په جرمني کې د خبرو په وخت

ټریدو ۴۳ کلن و چې په ۲۰۱۵ کال کې د کاناډا د صدراعظم په حیث وټاکل شو. هغه د راجیوګاندي په څير د صدارت مقام سره خانداني تړاو درلود. د هغه پلار پیئرټریډو هم د کاناډا صدراعظم و.

  • 16x9 Image

    سید سلیمان آشنا

    سید سلیمان اشنا د تلویزون، رادیو او ډیجټل میډیا په برخه کې دولس کلنه تجربه لري او د ٢٠٠٦ کال راهیسې د امریکا غږ د افغانستان څانگې سره همکار دی.

XS
SM
MD
LG