د لاس رسي وړ اتصالات

د گاونډیانو سره لانجې د پاکستان پوځ مجبور کړ چې د حکومت سره اختلاف حل کړي


د ډیورنډ کرښه
د ډیورنډ کرښه

د پاکستان د پوځ ویاند اصف غفور د چار شنبې په ورځ په یو مطبوعاتي غونډه کې خبریالانو ته وویل چې د پوځ او د حکومت تر منځ هیڅ ډول اختلاف نشته دی.

د چارو کارپوهان وایي چې د ایران د خبرداري او افغانستان سره د لانجې نه وروسته د پاکستان پوځ دیته مجبوره شو چې په ملک کې دننه د نواز شریف د حکومت سره خپل اختلافات حل کړي.

په پاکستان کې د حکومت او پوځ تر منځه اړیکې هغه وخت خرابې شوی چې د پاکستان د انگلیسۍ ژبې د ډان ورځپاڼې یوه مقاله خپره کړه چې یې پکې لیکلي و د نواز شریف حکومت د پوځ نه غواړي چې د ترهگرو په خلاف جدي اقدامات وکړي کنه دیته دی تیار شي چې پاکستان به په نړیواله کچه منزوي شي.

په اسلام اباد کې د پاکستان د استخباراتي ادارې د آي ایس آي پخوانی مشر ډگرمن اسد منیر وایي چې د ډان ورځپاڼې دا مسئله دومره مهمه نه وه خو مطبوعاتو ترینه ډیره لویه مسئله جوړه کړه. خو هغه دا فکر کوي چې د ایران د خبرداري نه وروسته د پاکستان پوځ دیته مجبوره شو چې په ملک کې دننه د نواز شریف د حکومت سره خپل اختلافات ختم کړي.

هغه وویل"زما په فکر د ایران د خبرادري نه وروسته د پاکستان پوځ او حکومت خپله مسئله حل کړه. په دی برسیره د افغانستان سره هم د چمن په سرحد لانجه وشوه. نو دوي دا فکر وکړو چې د دریو گاونډيو ملکونو سره مو لانجه روانه ده او مونږ په خپلو کې هم نښتي یو."

د عوامي نیشنل گوند ایالتي مشر افراسیاب خټک بیا وایي "د پاکستان په ادارو کې ځینې داسي عناصر موجود دي چې نه غواړي د پوځ او د نوازشریف اړیکي سمي شي او صدراعظم چې د گاونډي هیوادونو سره د اړیکو ښه کولو کومې هڅې شروع کړي دي، هغه دې ونکړي."

متقاعد ډگرمن اسد منیر وایي چې په ورستیو څو ورځو کې پاکستان د خپلو درېو گاونډي ملکونو افغانستان، ایران او هند سره په سرحدونو لانجه زیاته شويده. هغه وایي چې ایران په دی غوسه دی چې سعودي عربستان په یمن کې د ائتلافي ځواکونو مشري د پاکستان پوځ پخواني لوی درستیز جنرال راحیل شریف ته ورکړه. هغه زیاته کړه "د سعودي عربستان ولیعهد یو څو ورځې مخکې دا ویلي و چې مونږ ایران د ترهگرۍ په ضد په ائتلاف کې نه شاملوو ځکه چې هغوي غواړي په سیمه کې شیعه اسلام خپور کړي."

ښاغلی خټک وایي چې د پاکستان د دریو گاونډي هیوادونو سره تعلقات خراب دي او زیاته یې کړه "د افغانستان په هکله د پاکستان په پالیسۍ کې اساسي خرابي موجوده ده."

د چمن په پوله د پاکستان او افغان ځواکونو تر منځ د نښتو نه وروسته د افغانستان د ملي امنیت ویاند تواب غورځنگ د امریکا غږ ته وویل چې د پاکستان نه به د خپلې خاورې دفاع وکړي.

اسد منیر وایي چې پاکستان ته پکار ه چې د افغانستان د مسئلې په حل کې مرسته وکړي او که افغان ځواکونه څه ډول تیری هم وکړي نو مونږ ته پکار ده چې د مشر ورور پشان ورته صبر وکړو.

د ایران د گواښ او د چمن په سرحد د نښتو نه وروسته په پاکستان کې په مطبوعاتو او ټولنیزو رسنیو کې داسي بحثونه راپاریدلي دي چې پاکستان په خارجه پالیسۍ کې بدلون ته ضرورت لري.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG