د لاس رسي وړ اتصالات

کابل ته د ملگرو ملتونو د سرمنشي سفر څومره اهميت لري؟


د ملگرو ملتونو عمومي منشي انتونیو گوټیرش په یو ناڅاپي سفر کابل ته رسیدلی او وایي د افغانستان شخړه پوځي حل لاره نه لري.

دا د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په توګه د ښاغلي انټونیو لومړنی سفر دی چې افغانستان ته یې کړی دی.

په روان وضيعت کې د ملگرو ملتونو عمومي منشي سفر افغانستان لپاره څومره د اهميت وړ دی ؟

ليوال :افغانستان ته د ملگرو ملتونو د سرمنشي سفر د اهميت وړ دی
ليوال :افغانستان ته د ملگرو ملتونو د سرمنشي سفر د اهميت وړ دی

څيړونکي عبدالغفور ليوال اشنا راډيو سره په مرکه کې وويل:

سياسي برخه کې د سولې په تامين ،بشري برخه کې د بيړنيو مرستو او په انکشافي برخه کې د لويو پروژو په بيا فعاله کولو کې په افغانستان کې د ملگرو ملتونو نقش د پام وړ دی او د سرمنشي سفر په همدې دلايلو اهميت لري.

ښاغلی ليوال زياته کړه، يوشمير افغانان پدی اند دي چې په افغانستان کې د يونما رول تر پخوا کمرنگه شوې، نو اوس به د ملگرو ملتونو سرمنشي پدې فکر وکړي چې په افغانستان کې د ملگرو ملتونو رول او ماموريت بيا کتنې ته اړتيا لري اوکنه؟

د سياسي څيړونکي عبدالغفور ليوال بشپړه مرکه دلته اوريدلائ شئ.

please wait

No media source currently available

0:00 0:06:16 0:00

XS
SM
MD
LG