د تفریحي الکترونیکو وسیلو کلنی نندارتون د سه شنبې په ورځ د امریکا د لاس انجلس په ښار کې پرانیستل شو.
په دغه نندارتون کې د ويډیو ګیمونو په زرهاوو مینه والو، کارپوهانو او د ويډیو ګیمونو د جوړونکو شرکتونو استازو ګډون کړی چې خپل نوي تولیدات نندارې ته وړاندې کړي.
پخوا به دغه نندارتون یوازې د ګډونوالوشرکتونو او رسنیو پرمخ پرانیستی وو، خو سږکال یې تنظیموونکو پنځلس زره ننداره کوونکو ته په کې د ګډون اجازه ورکړې.
څیړونکي وايي د سږکال د ویډیو ګیمونو د صنعت تر ټولو لوی خبر د مایکروسافت له خوا د ایکس باکس ون ایکس معرفي ده چې د ګیم وهلو ترټولو لویه دستګاه ده.
د ګیم وهلو دغه دستګاه د ګیم کرکترونو او د ګیم ټولې تصویري جنبې ته بیخي واقعي څیره ورکوي.
دغه نندارتون نن پای ته رسیږي.