د لاس رسي وړ اتصالات

د چین تقاضا د خرو نسل ګواښوي


په چین کې د خره پوټکي د زړښت ضد او د شهواني قوي د زیاتولو د یو ډول درملو د تولید لپاره کارول کیږي.

په جنوبي افریقا کې د خرو د پېر او پلور ګرم بازار او د چین تقاضا ډېرې بې وزلې کورنۍ اړې کړې چې خپل خره وپلوري او که دا کار ونکړي غله یې خره غلا کوي او بیا یې خرڅوي.

چین د خره له پوټکي د جلاتین په تولید، د زړښت ضد او د شهواني ځواک د زیاتولو لپاره د ډول درملو د تولید لپاره کاروي. په دغه کار سره په چین کې د خره نسل کم شوی دی، دغلته په ۱۹۹۰ کال کې ۱۱ میلیونه خره وو خو اوس یوازې درې میلیونه پاتې دي.

د حیواناتو د حقونو فعالان وايي دا مسئله دومره جدي ده که یې ژر مخه ونه نیول شي، شاید په راتلونکي یو یا دوو کلونو کې په جنوبي افریقا کې د خره نسل ورک شي.

یوې افریقایې میرمنې، مو مشیلي، وايي اته خره لري او همدا یې د ژون ټوله هستي ده. هغه په خرو باندې د خپل هېواد شمال ته تجارتي توکي انتقالوي او پېسې ګټي.

خو د هغه دغه مهمه سرمایه اوس مخ په ورکېدو او کمېدو ده. هغې وویل " ما د خپلو خرو د بدن پاتې شونې وموندلې خو پوټکي یې وړي وو".

د جنوي افریقا ټولنې پر حیواناتو د ظلم د مخنیوي لپاره تېرکال څه باندې زر پوټکي، چې چین ته لېږدول کېدل، ضبط کړل. دغه سازمان وايي د یو خره پوټکی په چین په ۵۰۰ ډالرو پلورل کیږي.

د دغه سازمان یوې غړې اشلي نیس وویل چې دوی به د حیواناتو د ساتلو لپاره خپلې هلې ځلې روانې وساتي. هغې وویل چې ټول هېوادونه او په خاص ډول د جنوبي او لویديځې افریقا هېوادونه باید د خره د پوټکو سوداګري بنده کړي.

په برتانیا کې د حیواناتو د یوه سازمان شمیرې ښيي چې دا مهال په نړۍ کې ۴۴ میلیونه خره شته.

XS
SM
MD
LG