د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو جمهور رئیس ټرمپ ته لیکلي "د حقائقو په مبنی پریکړه وکړئ"


طالبانو په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ جګړه ناکامه بللې ده
طالبانو په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ جګړه ناکامه بللې ده

نن سه شنبې (اګست ۱۵) د طالبانو ډلې د جمهور رئیس ټرمپ په نوم رسنیو ته پرانستی لیک استولی. طالبانو پدې دوه درې صفحې اوږد لیک کې چې د خپل تحریک صفت او د کابل حکومت فاسد یاد کړې، جمهور رئیس ټرمپ ته په خطاب کې لیکلي چې ٫٫ستاسو د ۱۶ کلن پوځي حضور پایله دا شوه چې نن افغانستان په امنیتي لحاظ تر ټولو نا امنه، په اداري لحاظ تر ټولو فاسد او په اقتصادي لحاظ تر ټولو نیستمن هیواد ګڼل کیږي.

جمهور رئیس ټرمپ ته د طالبانو د اعلامیې یوه برخه
جمهور رئیس ټرمپ ته د طالبانو د اعلامیې یوه برخه

د طالبانو د اعلامیې په یوه برخه کې ویل شوي چې "په افغانستان کې د جګړې اصلي عامل بهرنی اشغال دی، د بهرني اشغال له امله دلته د جګړې اور بل شوی او له دې جګړه ایزې فضا نه هرڅوک د ځان په نفع استفاده کوي."

طالبانو دا اعلامیه د اګست په ۱۵ رسنیو ته لیږلې ده
طالبانو دا اعلامیه د اګست په ۱۵ رسنیو ته لیږلې ده

طالبانو ادعا کړې چې ٫٫افغانان د امریکایانو په شمول د نړۍ هیڅ کوم ولس ته د ضرر رسولو بد نیت نه لري، خو چې د دوئ په حریم څوک تیری وکړي بیا یې د تیري کوونکو د ځپلو او ماتولو هنر ډیر ښه زده دی.٬٬ دوئ ټرمپ ته لیکلي چې" تاسو د امریکا د یوه مسئول جمهور ریس په توګه واقعیتونه درک کړئ او د حقائقو په مبنی پریکړه وکړئ."

د امریکا دا پلان چې شاوخوا څلور زره إضافي عسکر أفغانستان ته ولیږي، پدې ځنډیدلی چې سپینه ماڼۍ او د امریکا نظاميان په اختیاراتو باندې جدي غور پیل کړې دی.

بلخوا په افغانستان کې د شاهین قول اردو ویاند جګړن نصرت الله جمشیدي د سه شنبې (اګست ۱۵) ادعا وکړه چې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د فاریاب په غورماچ ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو سره په جګړه کې زخمي شوی دی.

خو ذبیح الله مجاهد په همدې ورځ رسنیو ته په لیږل شوي بیان کې په کندز ولایت کې پر ملي اردو ځواکونو د انتحاري حملې مسؤلیت واخیستو. امنیتي چارواکو وویل د کندز په حمله کې لږترلږه یوتن وژل شوی دی او دوه نور زخمیان شوي دي.

ددی راپور ویدیي بڼه دلته لیدلی شئ:

TLBN US
please wait
Embed

No media source currently available

0:00 0:02:43 0:00

XS
SM
MD
LG