د لاس رسي وړ اتصالات

وطن ته د دوستم په ستنیدلو کې قانوني مشکل څه دی؟


د جمعیت، وحدت او د جنبش د گوندونو سلگونو طرفدارانو، د یکشنبې په ورځ، په شبرغان کې غونډه کړیده، وایي جنرال عبدالرشید دوستم ته دې اجازه ورکړل شي چې بیرته وطن ته ستون شي او رسمي اختیارات دې هم بیرته ورته ورکړل شي.

وطن ته د جنرال دوستم په ستنیدلو کې حقوقي او قانوني مشکل څه دی؟

د سیاسی او حقوقی چارو کارپوه سید خالد سادات وایی لویی څارنوالۍ یا د افغانستان قضایي ارگانونو تراوسه پورې کوم حکم نه دی صادر کړی چې دوستم وطن ته نه شي ستنیدلی. د سادات په فکر دغه مسله سیاسي اړخ لري. حکومت ویریږي چې که دوستم بیرته وطن ته راشي، نو د حکومت ضد اتلاف به قوي شي. خالد سادات وايي د دوستم، محقق اوعطا محمد نور اتلاف غیر قانوني دی. خالد سادات ددې مشکل د حل دپاره تجویزونه کړیدي.

د خالد سادات مرکه دلته اوریدلی شئ.

please wait

No media source currently available

0:00 0:07:21 0:00

XS
SM
MD
LG