د لاس رسي وړ اتصالات

د مستقلو مطبوعاتي شبکو تړل منفي اغیزي لري


د مستقلو مطبوعاتو د ملاتړ د ادارې (نی) ریس عبدالمجید خلوتگر وایي د دوه زره څوارلسم کال راهیسې دوه سوه مطبوعاتی شبکې، رادیوگانی، تلویزیونه، اخبارونه مجلې او اژانسونه تړل شویدي. دده په نظر د مستقلو مطبوعاتي شبکو تړل منفي اغیزي لري.

ددې شبکو په تړلو هغو مطبوعاتي شبکو ته چې په اصطلاح ځان ازاد بولي، مگر په رهبرانو، په محلي قدرتونو او سیاستمدارانو پوری مربوطی دي، د فعالیت نوره زمینه هم برابریږي. څه رنگه چې دوی پیسې لري، نو د آزادو مطبوعاتو ځای نیسي. د افکارو او نظریاتو تنوع له منځه ځي چې ډموکراسې ته غټه صدمه گڼل کیږي.

د افغانستان د مطبوعاتو او د بیان د آزادۍ قانون مستقلو نشراتي خپرونو ته زمینه مساعده کړیده. خو شرط یې دادی چې پالیسۍ به یې د ملک د ملي مصالحو سره برابرې وي.

سره ددې چې دوه سوه مطبوعاتي شبکې تړل شویدي، خو اوس هم ډیرې مستقلې شبکې فعالې دي. د شمشاد د تلویزیون، د مستقل تلویزیون ریس فضل کریم فضل وایي دغو مطبوعاتي شبکو په دوه زره دویم کال چې د بین المللي ټولنې سره ډیرې پیسې وې فعالیتونه پیل کړل. هغه وخت د بین المللي ټولنې هڅه دا وه چې آزادې مطبوعاتي شبکې مروجې کړي.

پوره مرکه دلته اوریدلی شئ

please wait

No media source currently available

0:00 0:09:39 0:00

XS
SM
MD
LG