د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ امریکا ته د سفر نوي محدودیتونه وضع کړل


په نیویارک کې ګڼ شمیر مظاهره کوونکو د نوي بندیز پرضد شعارونه ورکول
په نیویارک کې ګڼ شمیر مظاهره کوونکو د نوي بندیز پرضد شعارونه ورکول

د یو نوي اجرایي فرمان له مخې د شمالي کوریا او وینزویلا په ګډون، امریکا ته د اته هیوادونو پر اتباعو د راتګ بندیز وغزیدو. دا اجرایې فرمان د یکشنبې په ورځ د امریکا جمهور رئیس ډونالدټرمپ لاسلیک کړ. نوی فرمان په داسی وخت کې د اجرا وړ ګرځي چې دیته ورته په سفرونو د بندیز پخواني فرمان نیټه په پوره کیدو ده.

نوي أصول به د اکتوبر په اتلسمه عملي شي او متحدو ایالاتو ته د چاډ، ایران، لیبیا، شمالي کوریا، سومالیا، سوریې، وینزویلا او یمن اتباعو تګ به سخت اغیزمن کړي.

سپینې ماڼۍ د یکشنبې په ورځ (سیپتمبر۲۴) وویل چې د امریکا د کورني امنیت ادارې د جامع معیارونو یوه پروسه جوړه کړې چې د بهرنیو حکومتونو د معلوماتي مشارکت سیستم، پالیسیانې او قابلیتونه پکې مد نظر نیول شوي دي. د همدې لپاره د بهرنیوچارو وزارت د ټولو هیوادونو سره په مشوره کې دی چې دا معیارونه وارزوي ترڅو نیمګړتیاوی مشخصی شي او په سیستمونو کې يي پرمختګ رامنځ ته شي.

دا ځل شمالي کوریا او وینزویلا اتباع هم امریکا ته په راتلو محدویت کې شامل شوو
دا ځل شمالي کوریا او وینزویلا اتباع هم امریکا ته په راتلو محدویت کې شامل شوو

دا ځلي د نویو محدودیتونو دپاره کومه مشخصه نیټه نده ټاکل شوې، بلکې سپینه ماڼۍ وایي ترڅو چې مشخص شوي اته هیوادونه د افرادو د پیژندګلوی د هویت او شخصیت څیړنې دقیق سیستم نه وي فعاله کړې، امریکا به ورته ویزه ورنکړي.

یوه بیلګه يي د وینزویلا اتباعو ته د غیر مهاجرت ویزې بندیز دی چې وایي یوازی د حکومت مشخص مقامات او د هغوئ کورنۍ نشي کولی ویزه واخلي.

په پخواني فرمان کې د ایران، لیبیا، سومالیې، سوډان، سوریې او یمن اتباع شامل وو چې اکثریت مسلمان هیوادونه ګڼل کیږي. خو په نوي فرمان کې د سوډان نوم لری کړل شوی دی.

د نوي فرمان له مخې هغه کسان به ستونزه ونلري چې د امریکا د دایمې استوګنې جواز /ګرین کارډ ولري او یا هغه کسان چې برحاله ویزه ولري. سره لدې چې د عراق نوم یي په لست کې ندی شامل کړې، خو د رویترز د راپور له مخې امریکا ته راتلونکي عراقیان به تر سختې څیړنې وروسته امریکا ته دننه شي.

ددی فرمان د توجیح کولو دپاره امریکايي مقامات وایي ځینو حکومتونو د امریکا په غوښتنه د بایومیتریک/ د ګوتو د نښو پورې د شخص هویت پیژندنه اوسابقه څیړي چې تروریستي او جنایي سوابق ونلري، خو مشخص شویو اته هیوادونو دا سیستم تراوسه ندی فعاله کړې.

ددی فرمان سره اوس د امریکا ستره محکمه د اکتوبر لسمې نیټې ته تیاری نیسي چې د ښاغلي ټرمپ د تیر فرمان او دا چې آیا د مسلمانانو سره خو به تبعیض نه وی شوی، استدلال واوري.

د هوایي ایالت لوی څارنوال دوګلاس چن په تویتر ولیکل چې د ټرمپ د حکومت په وروستي فرمان جدي غور کوي.

د امریکا د إسلامي اړیکو شورا چې په امریکا د مدني حقونو ترټولو لوی سازمان دی، وایي په مسلمانانو د بندیز وروستی فرمان د ټرمپ د هغه زشت نژادي برترۍ اجنډا برخه ده چې تیرکال يي هم صادر کړې و.

خو جمهور رئیس ټرمپ د یکشنبې په ورځ د نیوجرسي نه واشنګټن ته د ستنیدو په وخت کې خپل دلیل څرګند کړ "د سفر بندیز... چې څومره قوي وي، هغومره ښه دی."

  • 16x9 Image

    سید سلیمان آشنا

    سید سلیمان اشنا د تلویزون، رادیو او ډیجټل میډیا په برخه کې دولس کلنه تجربه لري او د ٢٠٠٦ کال راهیسې د امریکا غږ د افغانستان څانگې سره همکار دی.

XS
SM
MD
LG