د لاس رسي وړ اتصالات

د ۲۰۱۷ کال د نوبل جایزې به څوک ترلاسه کړي؟


سږ کال ۳۱۸ کسان د مختلفو جایزو دپاره کاندیدان دي
سږ کال ۳۱۸ کسان د مختلفو جایزو دپاره کاندیدان دي

_د ۲۰۱۷ کال د نوبل نړیوالې جایزې ورکولو پروسه راتلونکې اونۍ پیلیږي او د ټولو پام دوه برخو ته دی. د ادبیاتو چې تیرکال يي باب دیلان ددی وړ وګڼو او ټول یي حیران کړل او بله د سولې په برخه کې چې د شمالي کوریا او ایران کې د اتومي وسلو په اړه اندیښنې اوج ته رسیدلي دي.

دا جایزې د اول ځل دپاره په ۱۸۹۵ کال کې د ډاینامټ/چاودیدونکو موادو د جوړونکي الفرید نوبل لخوا پیل شوې او لمړنۍ جایزه په ۱۹۰۱ کال کې ورکړل شوه.

د ۲۰۱۷ کال دا کلنۍ جایزې به د دوشنبې په ورځ د طب، د سه شنبې په ورځ به د فزیک او د چهارشنبې په ورځ به د کیمیا په څانګو کې د غوره کاندید ځانګړي کار ته ورکړل شي.

د سولې جایزه به د اکتوبر په ۶ او د ادبیاتو په څانګه کې د جایزې نیټه نده اعلان شوې خو معمولا د اکتبر د ۵ نه تر دولسمې پورې تاریخو کې به ورکړل شي.

د سولې جایزه چې د سویډن په مرکز اسلو کې یوازنۍ نوبل جایزه ګڼلې کیږي، معمولآ د پام جلبولو او تودو بحثونو سبب کیږي. تیرکال د کولمبیا جمهور رئیس جان مانیول سانتوس ددی لپاره د سولې جایزه ترلاسه کړه چې خپل هیواد کې يي ملي مصالحه وکړه.

سږکال ۳۱۸ کسان دغو جایزو ته کاندید دي. د نوبل د پیل راهیسې ترننه پورې، د رودیارد کیپلینګ نه نیولی تر دیلان او د سره صلیب د موسس نه نیولی تر بارک أوباما او البرت انشتاین پورې ټولې ۹۱۱ جایزې ورکړل شوي چې پکې ښځې،نارینه او مستقل سازمانونه شامل دي.

  • 16x9 Image

    سید سلیمان آشنا

    سید سلیمان اشنا د تلویزون، رادیو او ډیجټل میډیا په برخه کې دولس کلنه تجربه لري او د ٢٠٠٦ کال راهیسې د امریکا غږ د افغانستان څانگې سره همکار دی.

XS
SM
MD
LG