د لاس رسي وړ اتصالات

نبیل: په پاکستاني پوځ باید اعتماد ونشي


د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رئیس رحمت الله نبیل خبرداری ورکوي‌ چې د افغانستان د سولې او امنیت په چارو کې باید پر ګاونډي پاکستان هیڅ باور ونشي.

ښاغلي نبیل د اشناتلویزیون سره په مرکه کې وویل چې پاکستاني پوځيان په افغانستان کې پوځي او سیاسي لاسوهنې کوي او خو اوس د امریکا د فشار له کبله غواړي خپله تګلاره په تکتیکي ډول بدله کړي.

د یکشنبې په ورځ افغان ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان د پوځ لوی درستیز ته په ارګ کې د ښه راغلاست ویلو تر څنګ وویل چې دغه سفر به ”د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ لپاره نوی فصل“ پرانیزي.

ارګ په اعلامیې کې ویلي چې افغان او پاکستاني چارواکو پر ګڼو ګډو اقداماتو هوکړه وکړه او ټینګار یې وکړ چې ”باید په تېر کې بند پاتې نشو او اوسنیو شرایطو ته په کتو جدي اړتیا ده چې راتلونکي ته فکر وکړو او د هوسا راتلونکي لپاره په جدي ډول کار وکړو“.

له ښاغلي نبیل پوره مرکه پدې ویدیو کې وګورئ:

رحمت الله نبیل
please wait

No media source currently available

0:00 0:08:56 0:00

  • 16x9 Image

    سید سلیمان آشنا

    سید سلیمان اشنا د تلویزون، رادیو او ډیجټل میډیا په برخه کې دولس کلنه تجربه لري او د ٢٠٠٦ کال راهیسې د امریکا غږ د افغانستان څانگې سره همکار دی.

XS
SM
MD
LG