د لاس رسي وړ اتصالات

یو افغان په سویډن کې د ریاضي لومړۍ جایزه وگټله


سرور ستانکزی په سویډن کې په اوه سوه شاگردانو کې د ریاضی په مسابقه کې اول نمره شویدی.

دا د یوې کورنۍ دریم کس دی چې جایزه یې وړیده.

سرور ستانکزی دری کاله مخکې په قاچاقی ډول د بلغاری له لاری سویډن ته رسیدلی، په دریو میاشتو کې یې سویډنې ژبه دومره زده کړې چې د امتحان نه وروسته په کالج کې داخل شوی دی .

اوس د سویډن د مختلفو کالجونو د دویم صنف د اوه سوه شاگردانو ترمنځ د ریاضي په مسابقه کې اول نمره شویدی.

سرور ستانکزی وایي اصلا، د مغلقو او پیچلو مسلو د څیړولو او حل سره مینه لري.

د سرورو ستانکزی سره د زیبا خادم مرکه دلته واوری.

please wait

No media source currently available

0:00 0:11:09 0:00
XS
SM
MD
LG