د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار کي د ښځو د سوداگرۍ خونې فعالیت پيل کړ


د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایع خوني رئیسي په کندهار کي د سوداګرۍ او صنایع خوني په اړه وویل چې د دې خوني په پرانستني سره به د ښځو له خوا سوداګري او د ښځو اقتصاد ډیر پرمختګ وکړي.

په کندهار کې د ښځو د سوداګرۍ خونو پرانیسته ځايي مقامات د ښځینه سوداګرو د پیاوړتیا لپاره مهم ګام ګڼي.د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایع خوني رئيسه منیژه وافق وايي چې د کندهار مېرمنېپه صنعت او تجارت کي مهم رول لري.

دا زیاته وي چې د کندهار ښځینه لاسي تولیدات، دودیزي جامې او ځيني نور تولیدات په بهر کې ښه مارکېټ لري چې تر دې وروسته به د ښځو د سوداګری خونو اداره د مارکېټ په پیدا کیدو د پام وړ کارونه ترسره کوي.آغلې منیژه وافق وايې چې د هیواد په سوداګرۍ کې ۶۷ اعشاریه ۲ میلیوه ډالره پانګونه د مېرمنو ده.

تر کندهار مخکې په هرات کې هم د ښځو د سوداګری خونه پرانیستل شوې
تر کندهار مخکې په هرات کې هم د ښځو د سوداګری خونه پرانیستل شوې

د کندهار والي زلمی ویسا وايې چې پدې ولایت کې د ښځینه سوداګرۍ خونو جوړیده د ډير مېرمنو د اقتصادي ودې سره مرسته کوي.

په کندهار کې ښځینه فعالاني نیوکه کوي چې په تېر کې د مېرمنو د اقتصادي ژوند د ښه کیدو لپاره ډیري پروژې عملي شوي خو ښځو ته یې دوامداره ګټه نه ده رسېدلې.د کندهار د ښځو چارو ریسه رقیه اڅکزی غوښتنه لري چې د سوداګرۍ او صنایع خونه دي د کندهاري مېرمنو د لاسي تولیداتو لپاره بازارموندنه وکړي.

د کندهار ځايي مقامات طمع ښيي چې مېرمنو ته کاري فرصتونه برابریده د فقر او غربت په لمنځه وړلو کې مهم رول لري.تر کندهار مخکې په هرات کې هم د ښځو د سوداګری خونه پرانیستل شوې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG