د لاس رسي وړ اتصالات

د اسامه د وژل کیدو نه پس، القاعده شته ؟ چیری ده؟


د القاعدې د شبکې مشر اسامه بن لادن د دوه زره یوولسم کال د مې د میاشتې په دویمه، په ایبټ اباد کې و وژل شو.

په پاکستان کې د نیوز ویک د مجلې خبریال سمیع یوسفزی وایي، د اسامه بن لادن وژل کیدل، په دې ډلې ډیرسخت گوزار ؤ.

سره له دې چې د القاعدې د شبکې د مشر اسامه بن لادن د وژل کیدلو نه وروسته، دې ډلې په امریکا یا اروپا کې حملې نه دي کړي،دا ډله کمزورې شویده، خو بیخی محوه شوې نده، ډیرغړي یې په نورو جبهو کې جذب شويدي او یو شمیر یې په یمن او لیبیا کې فعال دی.

سمیع یوسفزی وايي څرنگه چې القاعده، یو مخفي فکري تنظم دی، نو داسې ښکاري چې د له منځه وړلو لپاره به یې لسگونه کالونه وخت په کار وي.

د سمیع یوسفزي سره د زیبا خادم مرکه دلته اوریدلی شئ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:04:25 0:00

XS
SM
MD
LG