د لاس رسي وړ اتصالات

افغان ځواکونو د انتخاباتو د امنیت دپاره جامع پلان تیار کړی


د افغانستان دفاع وزیر جنرال طارق‌شاه بهرامي وايي، چې افغان ځواکونه به د ولسي جرګې د انتخاباتو د امنیت د خوندیتوب لپاره په ناامنو سیمو کې نوي تصفیوي عملیات ترسره کړي.

جنرال بهرامي د چهارشنبې په ورځ په یو ویډیويي پیغام کې ویلي، چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د ولسي جرګې د انتخاباتو د امنیت ساتنې لپاره بشپړ چمتوالی لري او د انتخاباتو له پیلیدو څخه وړاندې به په ناامنو سیمو کې یو لړ عملیات ترسره کړي.

ښاغلي بهرامي د دغو عملیاتو د پیلیدو نیټې او څرنګوالي په اړه جزئیات نه دي ورکړي خو ویلي یې دي "له انتخاباتو څخه مخکې به موږ په یو شمیر هغو سیمو کې چې اړتیا ده عملیات ترسره کړو، څو موږ وشو کولی چې هغه سیمې له دښمن څخه پاکې کړو او یوه امنه او مصونه فضا خپلې دغې ملي پروسې ته برابره کړو".

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون، د ولسي جرګې د انتخاباتو د امنیت ساتلو لپاره د امنیتي او دفاعي ارګانونو نیول شویو تدابیرو ته خوشبیني ښيي او وايي، چې په اوس وخت کې د راتلونکو انتخاباتو د امنیت ساتل د افغان ځواکونو په لومړیتوب کې ځای لري.

ټاکل شوې چې د افغانستان د ولسي جرګې انتخابات د تلې میاشتې په اته ویشتمه ترسره شي
ټاکل شوې چې د افغانستان د ولسي جرګې انتخابات د تلې میاشتې په اته ویشتمه ترسره شي

د دغه کمیسیون منشي او ویاند حفیظ الله هاشمي د چهارشنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل "امنیتي ځواکونو د دغو انتخاباتو لپاره ځانګړي تدابیر نیولي دي، ځکه چې په اوس وخت کې د نظام لپاره که هغه ملکي او که نظامي ادارې دي، د ولسي جرګې انتخابات ورته لومړیتوب لري، ټول کارونه یې یوې خواته خو ټاکنې ورته تر ټولو مهمې دي، د همدې لپاره د هغوی ټولې تیاریانې د همدې لپاره دي، چې دا انتخابات د امن په فضا کې ترسره شي".

له انتخاباتو څخه د څار بنسټونه د ولسي جرګې د انتخاباتو د امنیت ساتنې لپاره د افغانستان د امنیتي او دفاعي ارګانونو اقدامات مهم ګڼي او وايي، چې امنیتي بنسټونه باید ټولو افغانانو ته په انتخاباتو کې د ګډون زمینه برابره کړي او هیڅ څوک باید د ناامنیو له امله د رایې ورکولو له حق څخه محروم نه شي.

ټاکل شوې چې د افغانستان د ولسي جرګې انتخابات د تلې میاشتې په اته ویشتمه د رایې ورکولو په ۵۱۰۰ مرکزونو کې ترسره شي.

له دې وړاندې د رایې ورکولو په څه باندې ۷زره مرکزونو کې د انتخاباتو د ترسره کولو اټکل شوی وو، خو د انتخاباتو کمیسیون وايي، چې د امنیتي ګواښونو له امله به شاوخوا ۲زره مرکزونه د انتخاباتو په ورځ تړلي وي.

XS
SM
MD
LG