د لاس رسي وړ اتصالات

د ناسا فضايي بېړۍ د سپوږمۍ مدار ته داخله شوې 


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

د امریکا د متحدو ایالتونو فضايي ادارې (ناسا) وايي چې د اوریون فضايي بېړۍ [کپسول] یې د جمعې په ورځ نومبر ۲۵ (لړم څلورم) سپوږمۍ مدار ته داخله شوې ده.

دا فضایي بېړۍ، چې ۹۸ متره اوږده ده، د اګست په ۲۹ نېټه په فلورېډا کې د کنیدي له فضايي مرکز څخه د «ارتمیس سیستم» په مرسته سپوږمۍ ته وتوغول شوه.

ناسا وايي په بېړۍ کې انسان ته ورته درې مصنوعي وسائیل ځای په ځای شوي دي.

د ناسا ساینسپوهان وايي چې دا بېړۍ د جمعې تر ورځې پورې له ځمکې څخه ۳۳۸۰زره کیلو میتره فاصله لرله او اټکل کېږي چې په راتلونکو ورځو کې به یې له ځمکې څخه فاصله نوره هم زیاته ۴۳۲زره کیلو میترو ته ورسېږي.

دا بېړۍ به، چې د انسانانو د انتقال لپاره ترتیب شوې ده، له دې پلوه یو نوی ریکارډ جوړ کړي.

ټاکل شوې وه دا ۹۸ متره اوږده فضایي بېړۍ، د اګست په ۲۹ نېټه په فلورېډا کې د کنیدي له فضايي مرکز څخه سپوږمۍ ته وتوغول شي. ناسا پنځه لسیزې مخکې د اپولو په نامه یوه بله فضايي بېړۍ هم سپوږمۍ ته استولې وه.

که دا نوې ټولې ازموینې بریالۍ شي، ناسا به په ۲۰۲۴ کې د سپوږمۍ مدار ته ستور مزلي استوي او تر ۲۰۲۵ کال پورې به په سپوږمۍ کې ستور مزلي پلي کړي.

ناسا وايي چې سپوږمۍ ته دا ازمایښتي پرواز به شپږ اوونۍ نیسي خو که کومه ستونزه پیدا شوه، شاید دا سفر لنډ شي.

په دغه ازمایښتي سفر کې انسان ته ورته درې مصنوعي وسائیل د بېړۍ په څوکیو کې کښینول کېږي.

XS
SM
MD
LG