د لاس رسي وړ اتصالات

افغان فلم جوړوونکی عتیق رحیمي د فرانسې د کن فلمونو د نندارتون منصف وټاکل شو 


عتیق رحیمي
عتیق رحیمي

افغان-فرانسوي لیکوال او فلم جوړوونکی عتیق رحیمي د فرانسې د "کن" د فلمونو په ۷۶م نندارتون کې منصف ټاکل شوی دی.

د فلمونو دا نندارتون د مۍ په ۱۶ پیلیږي او په ۲۷ به پای ته رسېږي. په دغه نندارتون کې به د نړۍ له بېلا بېلو هېوادونو څخه ۲۱ فلمونه د «طلايي خرما» معتبرې جایزې ته کاندید کېږي.

د کن نندارتون د نړۍ د سینما په څلورو معتبرو نندارتونونو کې شمېرل کېږي.

عتیق رحیمي امریکا غږ ته وویل چې په کن نندارتون کې د داور په توګه یې انتخاب ډېر ارزښتناک دی. نوموړي په لومړي ځل په ۲۰۰۴ کال کې د «ایرو او خاورې» په نامه د خپل فلم،‌ چې د هغه د کتاب په اساس جوړ شوی و، د کن سینمايي نندارتون ته لاره ومونده.

هغه وویل چې په دې نندارتون کې د نړۍ داسې مهمې سینمايي څېرې شته، چې هغه ترې سینما زده کړې او اوس به ورسره اوږه په اوږه درېږي او غوره فلمونه به انتخابوي.

عتیق رحیمي یو افغان-فرانسوی لیکوال دی چې اثار یې شاوخوا ۲۰ ژبو ته ژباړل شوي او فلمونه یې د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو کې نندارې ته وړاندې شوي دي.

د «سنګ صبور» په نامه د هغه یو فلم په ۲۰۰۷ کال د فرانسې د «ګنکور» معتبره ادبي جایزه وګټله. همدغه راز د «خاورې او ایرې» او د «نیل مېرمن» په نومونو یې دوه نور فلمونه د «کن» سینمايي نندارتون او همدغه راز د برلین په سینمايي فستیوال کې جایزې ګټلې دي.

د «په داستایوفسکي» لعنت، «د قلم څرخ» او «سقاها» د هغه ځینې مشهور کتابونه دي. عتیق رحیمي په افغانستان باندې د پخواني شوروي اتحاد ځواکونو له یرغل وروسته، له هېواد څخه ووت او فرانسې ته ولاړ. ده هلته د سینما او هنر په برخه کې د دوکتورا تر کچې لوړې زده کړې وکړې.

XS
SM
MD
LG